روزنامه اصلاح

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې: سل زره افغان ماشومان بیړنی ملاتړ ته اړتیا لری

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه ریپوټ کې ویلی، چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو له سل زرو زیات افغان ماشومان بیړنی ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لری.

اوچا په دغه ریپوټ کې ویلی، دغه شمیر ماشومان هغو کورنیو پورې تړاو لری، چې وچکالۍ د خپلو اصلی سیمو پریښودلو ته اړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې ویلی، چې یواځې د هرات ولایت د بې‌ځایه شویو په غیررسمی سایټونو کې له سلو څخه زیاتو مرکزونو جوړولو ته اړتیا ده، تر څو ۱۵ زره بې‌ځایه شویو ماشومانو ته روانی او ټولنیز ملاتړ برابر کړی.

په ریپوټ کې راغلی “په کور دننه د بې‌ځایه شویو کورنیو په شمیر کې د پام وړ زیاتولی ته په کتو، له ځنډ پرته باید له ماشومانو څخه د ملاتړ فعالیتونه پیل شی”.

ملګرو ملتونو د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون د څارونکو له قوله ویلی، چې د دغو بې‌ځایه شویو په غیر رسمی سایټونو کې، د جنسی زورزیاتی د پېښو لکه، په کم عمر او ماشومتوب کې ودونه، د نویو زیږیدونکو ماشومانو او پیغلو نجونو پلورل او قاچاق په اړه ریپوټونه ورکړل شوی دی.

اوچا په دې اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې د دغو کورنیو د معیشت لپاره د ملاتړ بیړنیو فعالیتونو ته اړتیا ده.

اوچا دغه راز د بې‌ځایه شویو ماشومانو د پوهنې او روزنې د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې ۴۰ زره وچکالۍ ځپلی ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لری.په ریپوټ کې راغلی “په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د کورنیو د بې‌ځایه کیدو له امله د ښوونځیو د نوملیکنې کچه، ۸۷ فیصده راټیټه شوې ده”.ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې له دغو ماشومانو څخه د بیړنی ملاتړ لپاره، په راتلونکو درېو میاشتو کې ۹۰۰زره ډالرو ته اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید