روزنامه اصلاح

د ملک په اقتصادی پرمختګ کې د نخبه ظرفیتونو رول اړین دی

دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغانستان اقتصاد د څه کم نیمې پیړۍ را پدیخوا په بهرنیومرستو ولاړدی ځکه په هېواد کې صنعتی تولیدات ٬ د کانونو استخراج او د کرنیزسکتورمحصولات ددې جوګه نه دی چې د هېوادوالواقتصادی اړتیاوو ته مثبت جواب ووایی همدا وجه ده چې په هره برخه مو لاسونه نړیوالو مرستو ته اوږده دی اود څه کم شلو کالو را پدیخوا هغه ارګان ترنوروښه تکړه ارګان ګڼل کیږی چې ډونرته ښه پروفوزل ولیکی اومرستې ترلاسه کړی ٬ د صادراتو انډول مو د وارداتو په پرتله ډیرټیټ او ښایې له لسو نه تر پنځلس سلنه پورې وی چې اوس اوس یې دهوایې دهلیزونو په جوړولو سره د ودې په لور یوڅه پرمختګ کړی دی ځکه د وچو میوو په ډله کې جلغوزیواو زعفرانو ته د افغانستان په عنوان د نړۍ په مارکیټونو کې بازارونه موندل شوی او همدارنګه د تازه میوو لپاره هم د بازار موندنې هڅې روانې دی .

په هرصورت دا چې څنګه خپله بودیجه پیاوړی کړو ترڅو د بودیجې تطبیق په ښارونو او کلیو کې داقتصادی ودې سبب شی، د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غنی د اقتصاد د عالی شورا په یوه غونډه کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د صنعتی برخې د تقویه کولو لپاره خصوصی سکتورهم باید د خپلو فعالیتونو د څرنګوالی په اړه چې صادرات او واردات هم پکې شامل دی دولت ته خپل رپوټ وړاندې کړی ښاغلی جمهور رییس د کرنې او اوبو لګولووزارت ته په دې غونډه کې دنده وسپارله چې د کرنیزو محصولاتو په کیفیت سربیره د محصولاتوچې وچې او تازه میوې پکې شاملې دی  د ارزښت زنجیری دوران ته هم پاملرنه وکړی ترڅو د هېواد د وچو اوتازه میوو لپاره د نړۍ په مارکیټونو کې د سیالۍ زمینه برابره شی ٬ په دغه غونډه کې جمهور رییس د بودیجې د سندونو د برابرولوپه اړه هم لازمې لارښوونې وکړې ویې ویل : بودیجه د یوې ټولنې تر ټولو لوړو اومهمو لومړیتوبونو څخه ده ځکه کله چې جیب ډک وی د هېواد متوازن انکشاف او دادارو د ظرفیت د لوړولو اساس پرې برابریږی او په هماغه ډول چې د بودیجې شفاف تطبیق په ښارونو او کلیو کې د متوازن انکشاف سبب کیږی اواقتصادی خوځښت او نوښت را منځ ته کوی په هماغه اندازه د کارموندنې اوپه اقتصادی لحاظ د وګړو د بسیا کېدو سبب هم ګرځی .

د کندهارولایت د اقتصادی ودې او انکشاف په اړه د هېواد د هوایې ډګرونو د (اقتصادی پراختیا ) کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د کندهار د محلی ادارې او خصوصی سکتور په ګډه همکارۍ د کندهار د اقتصادی پراختیا لپاره د پانګونې د جلب په موخه یو سراسری کنفرانس جوړکړی اوبیا د کندهار د اقتصادی انکشاف لومړیتوبونه تشخیص کړی ٬ د هېواد د مرکز او ولایتونو په پارکونو کې  ۱۷ شرکتونوته د ځمکو د ویش بله لاسته را وړنه وه چې وړاندیز د اقتصاد د عالی شورا غړو تصویب کړاو د لازیاتې پانګې د جلبولو په موخه یې د اساسی زیربناوو لپاره د ځمکو دبیوپه هرمترمربع کې ۵/۱۴ افغانۍ کموالۍ تایېد او منظور شو ٬ د اقتصاد عالی شورا پرلپسې دری ځله د وخت تمدید ٬ قرارداد د ژمنو ماتولو او د ژمنو په عملی کولو د قراردادی د ناغیړۍ په اړه تصمیم ونیو چې په نتیجه کې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو قرار داد د لغوه شی، همدارنګه د ازبکستان د ریل له پټلۍ سره د افغانستان د ریل پټلۍ د حسابونو د تصفیې او د اختلافونو او ابهاماتو دلیرې کولو  په اړه د ترانسپورت وزارت ته سپارښتنې وشوې ځکه د اقتصاد عالی شورا له ازبکستان سره د ښو اړیکو پر بنا د حسابونو د تصفیه کولو لپاره د ترانسپورت د وزارت وړاندیزتائید کړ اویاد وزارت ته یې دنده وسپارله چې په راتلونکې کې په معاملاتو او قراردادونو کې د دارنګه ابهاماتو څخه مخنیوی وکړی .

د پورته خبرو په وروستۍ برخه کې زموږ نظر دادئ : چې که چیرې افغان لوری او د نړۍ سوله دوست هېوادونه وغواړی چې په افغانستان کې د اقتصادی اصولو او موازینو پربنا یوه تل پاته او پایداره سوله را منځ ته شی ٬ نو یوازنۍ لاره یې په اقتصادی لحاظ د افغانانو په پښو درول ٬ په ځان متکی کول او بسیا کېدل دی ځکه د انسان هرفعالیت د خیټې د مړولو لپاره ادا کیږی ٬ په پاړسی کې متل دی «هرکه نان دهد٬  فرمان دهد » که چیرې موخپل دولت ملت ته د ډوډوۍ رسولو تابیا ونیسی نو بیا به بیرته همدا ملت د خپل دولت فرمانونه ومنی اوخپل هېوادته به وفادار واوسی اوپه پښتو کې هم بیا ورته متل دی (هرڅوک چې د چا د خیټې مالک شی نو د هغه د ذهن مالک هم وی ) د پورته دواړو متلونو څخه دا نتیجه استنباط کیږی چې خپله لاسه ګله لاسه ٬ راځئ په خپل لاس خپل هېواد آباد کړو او د نورد تمې او هیلې مراندې له نړیوالو څخه وشکوو یو بل ومنواوپه ګډه د خپل هېواد دآبادۍ  په لور یون پیل کړو ځکه دلته هرڅه شته ٬ هرڅه ٬ که یې موږ د زړه په سترګو ووینوپه کاریې واچوواو ګټه ترې واخلو  .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید