روزنامه اصلاح

د ملاریا تکرارېدونکی ډول ته نوی درمل

په امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکو د ملاریا ناروغۍ د درملنې لپاره د “تافنوکویین” ګولۍ کارولو ته له شپېتو کلونو وروسته اجازه ورکړل شوه. دغه درمل د ملاریا د بیا راګرځېدونکې ډول لپاره جوړ شوی چې څېړونکو تر اوسه یوه ننګونه بللې ده.

د دغه ډول ناروغۍ لپاره د یادو درملو جوړېدل چې هر کال اته نیم میلیونه وګړی ناروغوی څېړونکو یوه ښه لاسته راوړنه بللې.

د دا ډول ملاریا ډېر زیان ماشومانو ته رسېږی.

د بیا راګرځېدونکې ډول ملاریا پر وړاندې مبارزه ځکه ګران کار و چې له څرګندېدو مخکې څو کاله په ینه کې پټه پاتې کېده.

متخصصینو دا نوی درمل”تافنوکویین” یوه لویه لاسته راوړڼه بللې ده.

بیا راګرځېدونکې ملاریا د پلاسمودیوم وایواکس پرازیت له کبله ده چې د افریقا سوېلی صحرا سیمې څخه بهر په ډېره خپرېدونکې ملاریا مشهوره ده.

کله چې د انسان په بدن کې دا پرازیت ژوندی شی نو دغه کسان یې بیا د خپرېدو سرچینه ګرځی ځکه چې د ماشې نېښ هغه بیا نورو انسانانو ته لېږدوی.

د امریکا د درملو او خوړو سازمان تافنوکوئین تایید کړی دا درمل کولی شی د ناروغۍ عامل پرازیت په ینه کې له پټېدو منع کړی او په ملاریا د بیا اخته کېدو مخه ونیسی.

دا درمل د ناروغۍ د عفونیت ضد هغو ټولو نورو درملو سره یو ځای خوړل کېدی شی.

همدا اوس هم یو ډول درمل پریماګویین شته چې ملاریا د ینې له پټنځایه شړی او د نویو درملو په خلاف چې په یوه پاکټ ګولیو سړی ښه کېږی خو پریماګویین باید ۱۴ ورځې وخوړل شی.

ځینې کارپوهان له دې اندېښنه لری چې یو شمېر خلک یو څو ورځې درمل خوری او د ښه کېدو احساس چې وکړی بیا نو نور درمل نه خوری چې دا بیا د پرازیت بیا ژوندی کېدو لامل کېږی.

د امریکا د خوړو او درملو اداره اوس خبرداری ورکوی چې ممکن دا درمل سخت زیانونه هم ولری په ځانګړی ډول هغو کسانو ته چې انزایمی ستونزه لری.

هغه کسان چې د جی ۶ پی دی کمښت سره مخامخ دی نو دا نوی درمل باید ونه خوری.

د اکسفورد پوهنتون پروفیسور ریک پرایس بی بی سی ته وویل:” له وینې د پرازیت دفع کولو لپاره د تافنوکویین یو دوز کارول لویه لاسته راوړنه ده او زما په نظر د ملاریا په ورستۍ ۶۰ کلنه درملنه کې لوی پرمختګ دی “.

ممکن است شما دوست داشته باشید