روزنامه اصلاح

د مطالعې بدل کې د افغان زندانیانو د حبس مودې کمېدل

د افغانستان د محبسونو او توقیف خانو د رهبرۍ د یوې تازه پرېکړې له‌مخې، هر هغه افغان زندانی چې سل پاڼې کتاب مطالعه او په اړه یې سمینار ورکړی، د بند موده یې شپږ ورځې کمېږی.

د کورنیو چارو وزارت پرون جمعه د لېندۍ پر۲۲مه ویلی، چې یاده پرېکړه دپنجشنبې په ورځ د څرخی پله زندان د زندانیانو لخوا د ۱۰ ټوکه لیکل شوو کتابونو په پرانیست غونډه کې شوې ده.

دغه وزارت ویلی، چې په یاده غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار ډاکټر میرویس کوچی، د محبسونو او توقیف خانو رهبرۍ او یو شمېر زندانیانو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی:”د دې غون‌‌‌‌‌‌ډې ویناوالو وویل، چې پر داسې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زندانی په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځی چې زندانی ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې مالومات وړاندې کړی.”

په دغه غونډه کې ټینګار وشو، چې د یادې پرېکړې پلې کول به د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو، د بند مودې په راکمولو او له جرایمو له ژغورلو سره مرسته وکړی.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د محبسونو او توقف ځایونو رهبرۍ د افغان بندیانو د بند مودې راکمولو په اړه یاده پرېکړه کوی.

دا مهال د افغانستان په زندانونو کې زرګونه سیاسی او جنایی بندیان د بند شپې او ورځې تېروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید