روزنامه اصلاح

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت :افغانستان د روږدو کسانو د شمېر د زیاتېدو له خطر سره مخ دی

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایی، په داسې حال کې چې افغان حکومت هره اوونۍ شااوخوا ۲۰۰ روږدی کسان د درملنې په هدف ټولوی، بیا هم د دغو کسانو شمېر د زیاتېدو له خطر سر مخ دی. د یاد وزارت د پالېسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادی راډیو ته وویل، دا وخت شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان له مخدره موادو اغېزمن دی، خو په دغو موادو په بشپړ ډول د اخته کسانو شمېر پنځه لکو ته رسېږی.

ښاغلی قایم افغانستان ته د کډوالو راستنېدنه، بې‌کاری، بیولوژیکی او ټولنیز موضوعات، خپله لېوالتیا، ارثی خواص او حاکم چاپېریال په دغه هېواد کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لاملونه ګڼی.

دی وایی: “د بېلابیلو دلایلو له امله دا شمېرې لوړېږی، خو بیا هم کورنی اعتیاد دومره نه‎دی څومره چې د پولو څخه موږ ته راګرځی په ځانګړی ډول له ایرانه، همدا اوس هره ورځ په فراه او هرات ولایتونو کې شااوخوا ۲۰۰ روږدی کسان را استول کېږی او دا د روږدو کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لامل دی.”په افغانستان کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو د خطر په اړه دا اندېښنې داسې مهال شریکېږی چې دغه هېواد یوازې د ۴۰ زره روږدو کسانو د درملنې ظرفیت لری. د معلوماتو له‎مخې دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې شااوخوا ۱۷۰ دولتی او خصوصی مرکزونه فعالیت لری.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تېره اوونۍ ازادی راډیو ته ویلی، په مخدره موادو ۷۰ سلنه روږدی کسان تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوی. په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتیا چارو کمېسیون وایی، که حکومت په مخدره موادو د روږدو کسانو او نشه‎یی موادو په برخه کې بنسټیز اقدامات ونه‎کړی دا ګواښ به لا جدی شی. د دغه کمېسیون غړی نثار حارس وویل، حکومت په دې برخه کې نړیوالې مرستې په سمه توګه نه‎دی لګولی.

دی وایی: “په دې برخه کې بنسټیز کارونه نه‎دی شوی، څه چې کېږی یوازې ظاهری بڼه لری، دا زموږ درد نه‎شی دوا کولای، په دې برخه کې هڅې خورا کمې دی، نه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او نه هم د عامې روغتیا وزارت هڅې زموږ د رضایت وړ نه‎دی.” خو د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایی، د روږدو کسانو د درملنې او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره کم امکانات لری او حکومت په دې برخه کې په یوازې ځان څه نه‎شی کولای.

دغه وزارت په دې باور دی چې د خلکو او ملا امامانو همکاری او د نړیوالې ټولنې لا ډېره پاملرنه کولای شی په دې برخه کې اندېښنې راکمې کړی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

ممکن است شما دوست داشته باشید