روزنامه اصلاح

د مخدره موادو  تر پرېښودو د»پهلوان«کیسه

پهلوان د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې شااوخوا (۱۰) کاله یې د هیرویینو نشه کړې او هغه مهال یې کورنۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ وه، خو کله چې یې نشه پرېښودله، نو اوس یې کورنۍ له غمونو او جنجالونو خلاصه شوې او خوشحاله ژوند لری.

پهلوان (۴۵) کاله عمر لری او د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی وایی چې پخوا د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې امنیتی پوستې قوماندان ؤ، په ښه نوم یادېده او خلکو یې درناوی کاوه، خو کله چې په نشو اخته شو، حکومت له وظیفې ګوښه کړ او نېږدې ملګرو یې هم یوازې پرېښود.

دی وایی چې شااوخوا لس کاله یې د هیرویینو نشه کړې ده، هغه مهال د غله او پوډری په نوم یادېده او خپله ټوله شتمنی یې په دې لاره کې بایللې ده.

څرنګه چې دی د خپلوانو له خوا په زور علاج ته اړ ایستل شو، نو علاج یې هم ګټه و نه کړه.

دی زیاتوی:

“زما اوښی کندهار او کابل ته بوتلم، بستری یې کړم، خو نشه راڅخه پاتې نه شوه، وروسته مې ورور د هلمند روغتون ته بوتلم، خو بیا هم نشه راڅخه پاتې نه شوه.”

که څه هم د زور علاج پهلوان له نشو څخه را و نه ګرځاوه، خو یوه ورځ له داسې یوې پېښې سره مخ شو چې له نشو سره یې د تل لپاره خدای پامانی وکړه.

دی زیاتوی:

“له کابل څخه کندهار ته راغلم، هلته مې له بدخشان څخه راوړی مواد څکول، له جومات څخه نورو معتادینو بیټرۍ او غالۍ غلا کړې وې، یوه سړی معتادینو ته ښکنځل کولې، پر ما دا ښکنځلې بدې ولګېدې، سمدلاسه مې هیروئین وغورځول، روغتون ته ولاړم او ځان مې بستری کړ، بس هلته مې علاج وشو او نشه راڅخه پاتې شوه.”

پهلوان وایی، کله چې له روغتونه راستون شوی، نو نه یوازې دا چې خپله نشه نه کوی، بلکې خپل څو پخوانی معتاد ملګری یې هم له نشو راګرځولی دی.

پهلوان وویل:

“کله چې وطن ته راغلم، تر ننه پورې مې بیا نشو ته شوق نه دی شوی، نه له معتادینو سره کېناستلی یم او نه تر دې وروسته ورسره کېنم، زما ځینو انډیوالانو زما له خاطره نشه پرېښوده او چا چې نه پرېښودله، له هغوی سره نور نه کېنم، نشه پرېښودل کلک عزم او عقیده غواړی.”

د پهلوان کورنۍ پخوا له بېوزلۍ او ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، ځکه چې په کور کې یې بل د کار او ګټې څوک نه درلود، خو اوس چې یې نشه پرې ایښې، نو کورنۍ یې هوسا او آرام ژوند لری.

د پهلوان مشر زوی لالا چې شپاړلس کاله عمر لری، وایی، کله یې چې پلار نشه کوله، د کور ټولې چارې د ده پر غاړه وې او ښوونځی هم ځنې پاتې و، خو اوس چې یې پلار روغ شوی، ده بېرته خپلې زده کړې پیل کړی دی.

لالا وایی چې اوس په نهم ټولګی کې درس وایی او هر سهار د کلی له نورو ماشومانو سره مکتب ته ځی.

نوموړی وویل:

“پخوا مې پلار ټولې پیسې پر نشو لګولې، کورنۍ ته ما ډوډۍ برابروله، درسونه راڅخه پاتې او د پلار له مینې څخه بې برخې ووم، اوس چې مې پلار نشه پرې ایښې ده، د کور چارې بېرته ده پر غاړه اخیستې دی، زه اوس بېرته خپل درسونه وایم، زموږ ژوند اوس تر پخوا ډېر ښه شوی دی.”

پهلوان چې ډېر عمر یې نشه کړې او له دې امله یې ډېر کړاوونه ګاللی، اوس دا د ځان وظیفه ګڼی چې نور خلک له نشو راوګرځوی، دی پر ځوانانو غږ کوی چې له خپلو هغو همزولو او انډیوالانو څخه لېری وګرځی چې نشې کوی او وایی:

“نورو ځوانانو ته مې دا ویلی دی چې د خدای پار دی، داسې مه کوئ! نشه پرېږدئ! یوازې لس شپې یې زما له خاطره پرېږدئ! بیا به یې په ګټه پوه شئ، په ځان کې به د آرامۍ او مثبت بدلون احساس وکړئ، پوه به شئ چې د نشې په پرېښودلو سره سړی بېرته له سره ځوانېږی.”

ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کوکنار پکې کړل کېږی او د معتادینو شمېر هم پکې ډېر دی، خو دا چې لږ خلک یې باسواده دی او هلته د عامه پوهاوی ځانګړی پروګرام هم نشته، نو د معتادینو شمېر یې هم ورځ په ورځ ډېرېږی.

شریف الله شرافت

ممکن است شما دوست داشته باشید