روزنامه اصلاح

‘د لښکرګاه-کندهار لارې د خلاصولو عملیات پیل شوی

د هلمند امنیتی مقامات وایی چې د لښکرګاه – کندهار د لویې لارې د پرانیستل کیدو د لومړی پړاو عملیات وړمه شپه پای ته ورسیدل، خو دلارې د بشپړ امنیت لپاره نوی ګامونه اخلی.
تر دوو اوونیو شدیدو جګړو وروسته د کندهار – لښکرګاه پر لویه لاره تازه دمی ځانګړی افغان ځواکونه لښکرګاه ښار ته رسیدلی.
لاره لاهم د عامو ترافیکو پرمخ تړلې ده، خو د هلمند والی یاسین خان وایی چې ژر به یاده لاره د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره هم خلاصه شی.
د هلمند والی یاسین خان امریکا غږ ته ویلی چې د کندهار – لښکرګاه د لویې لاری د پرانیستل کیدو او دایمی امنیت لپاره ځانګړو افغان ځواکونو لومړی پړاو عملیات بشپړ کړل.
یاسین خان زیاته کړه: “پر ۶۰۱ شهرا باندی د لومړی پړاو عملیات په بریالیتوب سره وړمه شپه تر سره شول او د پلان مطابق به ددې لارې په ګډون ګڼې نورې هغه سیمی بیرته امن شی چې څه موده مخکی ترې امنیتی ځواکونو تاکتیکی شاتګ کړی و.”
د کندهار – لښکرګاه لویه لاره ۸۰ کیلو میتره واټن لری چی په میوند ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لویې لاری څخه جلا شوې.
دا لار د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د هلمند د شپږو ولسوالیو لپاره یوازنۍ مواصلاتی لاره ده چې په تړل کیدو سره یې په هلمند کې د خوراکی او نورو اړتیا وړ توکو بیې هم لوړی شوې.
دوې اوونۍ وړاندې د هلمند پر مرکز لښکرګاه او دغه راز پر نادعلی، نهرسراج او ناوه ولسوالیو باندی وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل چې د لښکرګاه ښار د څلورمی حوزې په ګډون یې د یادو ولسوالیو ځینی برخې تر خپلې ولکې لاندی راوستی.
حکومتی چارواکی وایی چې د ملکی تلفاتو د مخنیوی لپاره یې له یادو سیمو څخه تکتیکی شاتګ کړی او اوس یې د بیرته نیولو عملیات پیلوی.
د دفاع وزات لوی درستیز جنرال یاسین ضیا، د کورنیو چارو وزارت امنیتی معین جنرال عبدالصبور قانع او د ملی امنیت ولایتی مرستیال جنرال نظرعلی واحدی د هلمند د پوځی عملیاتو د څارنې لپاره له تیری اوونۍ راهیسې په لښکرګاه ښار کې دی.
د هلمند والی یاسین خان وویل: “وسله والو طالبانو د لښکرګاه – کندهار د لویې لاری په ګډون ګڼ پلونه او پلچکونه لمنځه وړی، د لارو د ترمیم او امنیت تر څنګ به د وسله والو طالبانو له لوری د اېښودلو شویو ماینونو د لمنځه وړلو او د لښکرګاه ښار د څلورمی حوزې په ګډون دله لاسه وتلو ټولو سیمو د تصفیې لپاره ژر یو لړ اقدامات په ۳ برخو کې تر سره شی.”
په هلمند کې دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د جګړو له سیمو څخه د بېځایه شویو کورنیو ده چې شمېر یې تر لسو زرو کورنیو پوری رسیږی.
یاد کډوال د لویو لارو د پرانیستل کیدو او دغه راز د خپلو سیمو د امن کیدو غوښتنه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید