روزنامه اصلاح

د لوړو زده کړو وزیر: په دولتی او خصوصی پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۷۶ پروګرامونه رامنځته شوی دی

  د لوړو زده کړو وزیر، چې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې یې د خپلې ادارې د ۱۳۹۷ مالی کال د لاسته راوړنو راپور وړاندې کاوه، وویل: د تحصیلی نصاب د پرمختګ او بیاکتنې په ملی پروګرام کې د ۱۶۵ تحصیلی څانګو له ډلې د ۲۰ څانګو بیاکتنه تر سره شوې او د نصاب جوړونې په برخه کې ۷۰ تنو استادانو په مالیزیا کې مسلکی زده کړې کړې دی.

د لوړو زده کړ وزیر، ډاکټر نجیب الله خواجه عمری، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه: د لوړو زده کړو د قانون په تعدیلولو سره د پوهیالی رتبې لرونکو ۲۴۰۰ استادانو ستونزه هواره شوې، د ۱۵ تقنینی اسنادو تعدیل او بیاکتنه تر سره شوې او د زده کړو لومړنی آنلاین سیستم خپل فعالیت پیل کړی دی.

هغه په دولتی پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۴۳ او دوکتورا د ۳ او په خصوصی پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۳۳ پروګرامونو رامنځته کول او بهر ته د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د ۷۰۰ تنه استادانو او کارکوونکو لېږل؛ په ۱۳۹۷ مالی کال د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې وبللې.

لوړو زده کړو وزارت د نویو سیستمونو په رامنځته کولو سره د بورسیو د وېش او آزموینې په بهیر کې بشپړ شفافیت رامنځته کړی، د بورسیو آزموینه یې آنلاین کړې، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د کانکور غوره زده کوونکو ته یې د چین بورسیې ورکړی او ۱۵۵۱ تنه یې د تحصیلی بورسیو له لارې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د نړۍ ۴۱ هېوادونو ته لېږلی دی.

د لوړو زده کړو وزیر وویل: په دغه وزارت کې د ښې حکومتولۍ د شاخصونو د تطبیق په موخه؛ د لوړو زده کړو په دولتی او خصوصی بنسټونو کې د اعتبار ورکولو او د کیفیت د تضمین تطبیقول، د تدارکاتو له ملی ادارې څخه د تدارکاتی وړتیا ترلاسه کول، ۸ پوهنتونونو ته د مالی خپلواکۍ د صلاحیت ورکول او د ۹۲ سلنې پراختیایی بودجې لګول؛ په ۱۳۹۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت نورې لاسته راوړنې دی.

دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې ۴۸ دولتی او خصوصی تحصیلی بنسټونه د اعتبار ورکولو په بېلابېلو پړانونو کې شامل شوی چې د هغو له ډلې ۵ دولتی اوخصوصی تحصیلی بنسټونو ته اعتبار ورکړل شوی، د ۱۷۵ دولتی او خصوصی تحصیلی بنسټونو په اړه هر اړخیزه څېړنه شوې، په مرکز او ولایتونو کې د طبی لوړو زده کړو د ۴۵ موسسو د ارزونې بهیر بشپړ شوی او۱۶ خصوصی تحصیلی بنسټونو ته ۱۸۸۲۱ قطعې ډېپلومونه وېشل شوی دی.  د لوړو زده کړو وزارت به په ۱۳۹۸ کال کې پوره هڅه وکړی چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اکاډمیکې ټولنې ته اساسی خدمتونه وړاندې او په مختلفو برخو کې د هېواد د تحصیلی نظام د پیاوړتیا لپاره سترې لاسته راوړنې ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید