روزنامه اصلاح

د لا زیات تاوتریخوالی مخنیوی لپاره مشورې روانې دی

افغان لسمشر محمد اشرف غنی وایی په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالی مخنیوی لپاره یې سلا مشورې پیل کړی دی.
ښاغلی غنی پرون شنبه اګست ۱۴ (زمری ۲۳) په هیواد کې د روان امنیتی وضعیت په اړه پیغام کې وویل چې د افغان ولسمشر په توګه یې تمرکز په دې دی چې په هیواد کې د لا زیاتې بې ثباتۍ، تاوتریخوالی او د خلکو د بېځایه کېدو مخه ونیول شی.
نوموړی زیاته کړه چې د یو تاریخی رسالت په توګه هڅه کوی چې په افغانستان روانه تپل شوې جګړه تر دې زیاتو ملکی وژنو، د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د لاسه ووتلو، د عامه تاسیساتو ورانولو او تلپاتی بې ثباتۍ لامل نشی.
ولسمشر وویل: “په همدې خاطر مو په داخل دولت، سیاسی مشرانو او رهبرانو، د افغانستان خلکو د بېلابېلو اقشارو له استازو او خپلو نړیوالو همکارانو سره پراخې مشورې پیل کړی دی. په دې برخه کې مشورې په چټکۍ سره روانې دی او پایلې به یې ډېر ژر له تاسو هیوادولو سره شریکې شی.”
افغان ولسمشر محمد اشرغنی د هیواد د فاع په برخه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل چې په اوسنی وضعیت کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو بیا انسجام د حکومت لومړیتوب دی او په دې هکله جدی اقدامات تر لاسه لاندې دی.
نوموړی زیاته کړه چې افغانستان د تپل شوی جګړې له امله د بې ثباتۍ له جدی خطر سره مخ دی او هغه د ټول افغانستان په وضعیت خبر دی.
ولسمشر همدارنګه وویل چې تل یې د افغانستان ثبات غوښتې او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې به هڅې روانې ساتی: “ماتل د افغانانو ابادی، سرلوړی او له نړۍ سره سیالی غوښتې ده او په همدې لار به خپلو هلو ځلو دوام ورکړم.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید