روزنامه اصلاح

د لاجوردو د لارې افغان سوداګر: ویزې او روډپاسونه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوو

د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر وایی چې افغان حکومت باید د لاجوردو پر لار د افغان سوداګرو او بار وړونکو موټر چلونکو د ستونزو هواری ته پام وکړی.

رحم‌الدین حاجی‌اغا د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته ویلی چې افغان سوداګر په‌دغه لار د ویزې په ګډون له یو شمېر ستونزو سره مخ دی.

دی وایی:

سوداګر او موټر چلوونکی د لاجوردو په لار د پرتو هېوادونو ویزې او روډ پاسونه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوی، اوس هم په سوداګریزو مالونو ولاړ ځینی موټر تګ ته چمتو دی، که دغه ستونزه حل شی، دوی حرکت کوی.”

د دغه لارې د پرانېستې په لومړۍ ورځ ۹ موټره افغانی محصولات او تولیدات، چین او ترکیې ته روان شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له پنځه میاشتې مخکې په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانېستله.

د لاجوردو لار چې په تېر کې د ورېښمو لار بلل کېده، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشی بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږی، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته او له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلی.

افغان سوداګر وایی چې له دې لارې وچه مېوه او تازه، طبی بوټی او بېلابېل نور افغانی تولیدات اروپایی هېوادونو او نړیوالو بازارونو ته صادروی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاده برخه کې یو شمېر ستونزې منی خو وایی، دغه لاره نوې ده او افغان سوداګر او موټر چلوونکی نوې سوداګری او لاره تجربه کوی.

د دغه وزارت ویاند سیمر رسا وایی، د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه حل شوې او د نوموړی په خبره په پرله‌پسې توګه هڅې کېږی چې د افغان حکومت اړوند بنسټونه چې په یو مشترک بورډ کې سره کار او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یې هم غړیتوب لری پاتې ستونزې هم حل کړی:

دی وایی:

“نوې لار او لومړۍ تجربه وه ستونزې مشخصې شوې، رښتیا هم د ویزې ستونزه وه چې د بهرنیو چارو وزارت له ګډ ټیم سره دغه ستونزه حل کړې ده،ګرجستان کې موږ سفارت نه درلود، سوداګر کولای شی چې د هغه هېواد ویزه په ازبکستان کې واخلی، تمه لرو چې په درییم او څلورم پړاو موټریز کاروان کې دغه ستونزې په بشپړ ډول حل شی.”

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، که حکومت د افغان سوداګرو ستونزې حل نه‌کړی، دغه لاره چې افغان سوداګریز توکی تر نړیوالو بازارونو رسوی له سقوط سره مخ شی.

د دغې خونې ویاند او د اړیکو مسؤل جان اقا نوېد له ازادی راډیو سره په خبرو کې له اړوندو حکومتی ادارو وغوښتل چې د دغې ستونزې هواری ته جدی پام واړوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید