روزنامه اصلاح

د فضایی حریم کنټرول؛ د فرانسوی رادارونو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی چې د فرانسې هیواد د «تالیس فرانسوی شرکت» درې رادارونه کابل ته راورسېدل.
د یادې ادارې په وینا دغه فرانسوی رادارونه افغانستان ته راروان دی او تر ۲۰۲۳ کال پورې به د افغانستان په ۱۲ سیمو کې نصب شی.
د ملکی هوایی چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحی وایی چې دغه پروژه د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت پلی کیږی.
ښاغلی صالحی وویل “په راتلونکو دریو میاشتو کې دغه درې رادارونه کابل کې نصب کیږی او په ۲۰۲۲ کې به عملاً کار پیل کړی.”
د ملکی هوایی چلند ادارې د معلوماتو پر بنسټ د رادارونو د عملی کار پیلېدو سره د افغانستان د هوایی حریم واک د دغه هیواد حکومت په واک کې کیږی.
د افغانستان د ملکی هوایی چلندارې پر خپلې فیسبوک پاڼې هم په دې اړه لیکلی:”د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نصبولو تړون د ملکی هوایی چلند ادارې لخوا د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د فرانسوی شرکت تالس سره لاسلیک شوی.
د افغانستان خپلواک رادارونه به د هیواد په ۱۲ برخو کې نصب شی او د افغانستان د فضا کنټرول به له صفر ټکی څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړی ترڅو د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولرو.”
تالیس په فرانسې کې دولتی شرکت دی چې د هوایی پرمختګ ماشینونو په تولید کې وتلی نوم لری.

چارواکی وایی افغانستان ته یې جوړ کړی رادارونه کولی شی له صفری ټکی نه تر ۲۶ زره فیټو پورې لوړه فضا وڅاری.

ممکن است شما دوست داشته باشید