روزنامه اصلاح

د فساد په تور د پکتیکا د ګمرک د عمومی مدیر نیول کیدل

د پکتیکا د ملی امنیت ریاست یوې سرچینې د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ د ګمرک عمومی مدیر یې په داسې حال کې نیولی چې غوښتل یې د ګمرک عواید خپل جیب ته واچوی او له بارداره موټرو څخه په غیر قانونی ډول پیسې واخلی.

سرچینه زیاتوی چې د ګمرک له مدیر سره شپږ تنه نور مامورین هم نیول شوی او له دوى څخه یو موټر، یوه کلاشینګوف، یوه تفنګچه، دوه سوه زره افغانۍ او یو دېرش زره امریکایی ډالر ترلاسه شوی دی.

بل لورته بیا د ګمرک نیول شوی مدیر احمدشاه ناصری یادې پیسې او هرڅه منې خو زیاتوی چې دوی دغه پیسې د ګمرک له عوایدو نه بلکې له خلکوڅخه د شیرینۍ په ډول اخیستی دی.

خونیول شوی مامورین بیا یادې پیسې منې او زیاتوی چې دوی پکې لاس نه لری او په  دې قضیه کې  یواځې د ګمرک عمومی مدیر ښکېل ګڼی.

دوی وایی چې مدیر پرې په زور غیر قانونی کارونه کول او په غیر قانونی ډول یې د دولت عواید راټولول.

د یادونې وړ ده چې دغه مدیر درې ورځې وړاندې د دغه ولایت د ملی امنیت ریاست له لوری نیول شوی وو چې پرون له پیسو سره یوځای رسنیو ته وښودل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید