روزنامه اصلاح

د غوښې په ځای د ترکاری خوړل اقلیم ته گټه رسوی

د غوښې برگر پریږدئ او خپله مځکه وژغورئ؛ دا د ساینسپوهانو پیغام دی.

د اوکسفورد د پوهنتون او پوتسدام د اقلیمی اغیزې د څیړنې مرکز په گډون د بیلابیلو علمی مرکزونو ساینس پوهان وایی چې نړیوال غذایی سیستم په چاپیریال باندې اغیزه کوی او دا نتیجه گیری یې کړې ده چې د مځکې د ژغورنې لپاره خوراک بدل کړی څو نیم په نیمه کې گلخانه یی زهری گازونه کم شی.

خو له دې سره به د برگرو نه هم خوند اخلئ.

د سبزیجاتو څخه د جوړو شویو برگرو خوند او بوی بالکل د اصلی برگرو په څیر دی. د غوښې وراخوا په نوم یو انلاین ویب پاڼه له غوښې پرته یعنې د ترکاری برگر خرڅوی.

په کلیفورنیا کې میشت دوه شرکتونه؛ یو له غوښې اواخوا بل د ناممکنه خوراکونو په نوم، هڅه کوی چې خلک د غوښې په ځای، له پروتینو غنی نورو خوراکونه وخوری.

د خوراک تخنیکی شرکتونه غواړی چې په چاپیریال باندې د خوراک د نړیوال تولید اغیزه کمه شی.

ملگری ملتونو دغو شرکتونو ته په خوراکونو کې د نوښت لپاره د ځمکې د اتلولی جایزه ورکړې ده.

د اوکتوبر په اوله اوونۍ کې د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون د برخې چارواکو یوه بیان خپور کړ چې د ٢٠٣٠ او ٢٠۵٢ کلونو په منځ کې به د مځکې د حرارت درجه یو اعشاریه پنځه سانتی گراډه لوړه شی.

دغه بیان کې راغلی چې د دغه اقلیمی بدلون سره به په نړۍ کې د گرمی څپې، سیلابونه، توفانونه او وچکالی زیاته شی چې له امله به یې ژوندی موجودات له منځه لاړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید