روزنامه اصلاح

د غزنی  د موزیم تاریخی آثار نندارې ته وړاندې شول

د غزنی ولایت د موزیم  دوه سوه پارچې تاریخی اثار نندارې ته وړاندې شول.

دباختراژانس دخبرله مخې، دغزنی موزیم په اسیا کې د اسلامی نړۍ دفرهنګی پایتخت په توګه دغزنی دنومولو دشپږمې کالیزې په مناسبت د دغه ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې پرانستل شو .

د غزنی والی دغه تاریخی اثار د غزنویانو د سلطنت  د دورې د اسلامی، تاریخی او فرهنګی هویت د ویاړنو یوه برخه وبلله او دغزنی له خلکو څخه یې وغوښتل چې دتاریخی ابداتو اواثارو په ساتنه کې دې داطلاعاتواوفرهنګ ریاست له مسوولینو سره همکاری وکړی .

دغزنی د موزیم مدیر اقا محمد خوشه زاده وایی چې، په دې موزیم کې داسلامی دورې دوه سوه اثار چې د غزنویانو او تیموریانو دسلطنت په دورې پورې اړه لری نندارې ته وړاندې شوی دی .

دى وایی چې همدا اوس څه دپاسه درې زره قلمه ډبرین، خاورین او تاریخی اثار هم په واک کې لری، خو دیوه معیاری ملی موزیم دنه شتون په خاطر هغه نندارې ته نه وړاندې کېږی .

ده داطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د غزنی د سیمه ېیزې ادارې له مسوولینو څخه وغوښتل چې د غزنی د تاریخی اثارو د ښه ساتنې په خاطر دې د یوه معیاری موزیم په جوړولو کې له دوى سره مرسته وکړی .

دیادونې وړ ده چې دغزنی موزیم زیاتره تاریخی اثار په  ١٣٩٣ کال کې د دغه ولایت داطلاعاتو او فرهنګ په ریاست د طالبانو د برید له ویجاړ اوله منځه تللی و، چې دغزنی دموزیم  دمسلکی کارکوونکو  دهڅو او هاند له امله د دغه موزیم په سلګونو تاریخی اثار  بیا ترمیم او نندارې ته وړاندې شوی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید