روزنامه اصلاح

د علمی سیمینار جوړېدل

دافغانستان د اتلو وسله والو ځواکونو او د افغانستان د اسلامى جمهوریت د بقا او ساتنى په پار د وږی (سنبلې) په ۱۲مه نېټه سه شنبې ورځ د سهار له ۸ څخه تر ۱۲ بجو پورى د یو شمیر مدنى ټولنو له خوا چې هغه کى ۶ مدنى ټولنې لکه د مولانا حبیب الرحمن مهدى علمى او فرهنگى ټولنه، د سمون خوځښت، د ځوانانو ټولنه، خیبر خیریه ټولنه او نورو لخوا یو علمی خېړنیز سیمینار په کابل کې د خیبر د کنفرانسونو په تالار کې دایر شو چې په کې له ۲۰۰ تنو زیاتو علمى، سیاسى شخصیتونو او نورو ګډون کړى ؤ. او خپل ملاتړ یى د هېواد له وسله والو ځواکونو څخه څرگند کړ.

په پاى کې په ۶ مادو کې یو پریکړه لیک هم صادر شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید