روزنامه اصلاح

د علامه سید جمال الدین افغان د سیمینار د جوړولود کمیسیون څلورمه غونډه جوړه شوه

د علامه سیدجمال الدین افغان د نړیوال سیمینار د جوړولو د کمیسیون څلورمه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین پوهاند محمد رسول باوری په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د اړوندو ادارو د واکمنو استازو په ګډون جوړه شوه، پوهاند محمد رسول باوری په لنډو خبروکې وویل چې د څیړنیزو مقالو په باب خبرې د لیکل شویو مقالو د ردولو په مانا نه دی.

ده دغه راز وویل چې د علامه سید جمال الدین افغان له خوا ټول لیکل شوی آثار ژباړل کیږی او د چاپ لپاره یې تصمیم نیول کیږی. په همدې ترتیب د نورو مقالو په باب هم اقدام کیږی.

وروسته د غونډې برخه والو د علامه سیدجمال الدین افغان د نړیوال سیمینار د جوړولو د اجندا په باب خبرې وکړې.

د غونډې په پاى کې د کمیسیون غړو د هېواد له لیکوالانو، څیړونکو او محققانو څخه وغوښتل، هغه آثار او مقالې چې د علامه سیدجمال الدین افغان د فرهنګی، سیاسی او ادبی شخصیت په باب لیکلی دی، د کمیسیون په پته یې ولیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید