روزنامه اصلاح

د عراق لاریونونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ ته ختلی

عراق کې د فساد او بې کارۍ ډېرېدو پرضد روانو لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۳ ته ختلی او کابو درې زره نور ژوبل شوی دی. د عراق لومړی وزیر په هېواد ګې لګول شوی ګرځبندیز لیرې کړی دی.

د عراق پرله پسې لاریونونو په درشل کې شیعه مشر مقتدی صدر د عادل عبد المهدی په مشرۍ د حکومت د استعفا او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د وختی ټاکنو لپاره د چمتووالی غوښتنه کړې ده.‌

صدر په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په عراق کې روان وضعیت “د عراقیانو د وینو تویېدل بللی چې چوپه خوله پاتېدل پرې ممکن نه دی.” د عراق پارلمان کې د “پاڅونوال” په نامه ډلګۍ چې د صدر پلوی کوی، پارلمان کې خپل غړیتوب ځنډولی دی. صدر د “تېرېدونکی” له یوې بلې پارلمانی ډلګۍ هم غوښتی وو چې پارلمان کې خپل غړیتوب وځنډوی او د پارلمان غونډو ته ورنه شی. د جمعې په ورځ‌ دغه شیعه مشر له نورو ډلو هم د ورته ګام اخیستو غوښتنه کړې وه. په عراق کې شیعه مذهبی مشر علی السیستانی وړاندې خبرداری ورکړی و چې د لاریونیانو پرضد له تاوتریخوالی ګټه اخېستل بله ناوړه پایلې ولری. ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالی اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتی چې له زغم کار واخلی. د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړیوالې ادارې هم له عراق وغوښتل چې سملاسی د امنیتی ځواکونو د تاوتریخوالی مخنیوی وکړی.

لاریون له کوم ځای پیل شو؟

لاریون د سې شنبې په ورځ له بغداد څخه پیل شو او نورو ښارونو ته هم خپور شو.

بغداد کې زرګونه کسان زرغونه سیمه کې ټول شول چې له بې کارۍ، عمومی خدمتونو له خرابوالی او اداری فساد شکایت لری. دا لاریون د عادل عبدالمهدی د حکومت د لومړی کال د کلیزې سره په یو وخت له انټرنیټی بلنې وروسته پیل شول. تېر کال په عراق کې د شیعه روحانی مقتدا صدر په مشرۍ د بې کارۍ په اعتراض کې لاریونونه وشول. سږنیو مظاهرو کې هم د تېرکال په څېر غوښتنې دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید