روزنامه اصلاح

د عامې روغتیا وزارت: په څوارلسو کې لس درمـل پلورونکی غیر مسلکی دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی په دغه هېواد کې له ۱۴ زرو درمل پلورنځیو په ۱۰ زره هغو کې یې غیر مسلکی کسان ناست دی.

دغه وزارت وایی په درملتونو کې د فارمسستانو نه شتون د هېواد په کچه یوه جدی ستونزه ده.

د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو او درمل جوړولو قانون له مخې هرڅوک چې درمل پلوری باید په دې برخه کې مسلکی زده کړې او تحصیلی سند ولری.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایی د مسلکی فارمسیستانو ستونزه سراسری ده او دوی هڅه کوی له خصوصی لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونو سره په ګډه د مسلکی درمل پلورونکو د کمښت ستونزه هواره کړی.

ښاغلی مایار وایی “دا واقعاً لویه ستونزه ده، موږ په دې کار کوو چې څنګه له خصوصی سکټور او د دولتی سکټور له لارې وکړای شو د فارمسیستانو او مرستیال فارمسیستانو شمېر زیات کړو چې دغه ضرورت د خلکو او وطن پوره کړو.”

د غیرمسلکی فارمسیستانو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې د درملو قاچاقچیان هم په آسانۍ وکړی شی قاچاقی درمل په درملتونو وپلوری.

بل خوا روغتیا پالان د غیرمسلکی کسانو له خوا د درملو پلورل خطرناکه چاره بولی او زیاتوی دا کار د خلکو ژوند له جدی ګواښ سره مخ کوی.

د داخله ناروغیو مختصص ډاکټر خالد وایی حکومت باید هر چاته د درمل پلورلو اجازه ورنه کړی.

هغه وایی “زه د یوه ډاکټر په توګه ټولو دواخانو ته سپارښتنه کوم چې مسلکی دوا پلورونکی وګوماری ، هغه کسان چې غیر مسلکی دی او درمل پلوری باید دا کار ونه کړی ، څوک چې درمل پلوری باید په دې برخه کې یې زده کړې وی او په هرڅه پوه وی، ځکه دا د خلکو د مرګ او ژوند مسله ده، کېدای شی داسې دوا ورکړی چې ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ کړی.”

د معلوماتو له مخې نه یوازې دا چې په لویه کچه په درملتونو کې غیرمسلکی کسان فعالیت کوی بلکې په ډېرو سیمو کې عادی هټې هم درمل پلوری.

له دې سره سره په ډېرو درمل پلورونځیو کې به د یوه مسلکی درمل پلورونکی ترڅنګ څو نور کسان هم ووینئ چې درمل پلوری خو درمل پلورونکی وایی چې که په درملتون کې یو مسلکی کس هم وی نورو کسانو سره مرسته کولای شی .

د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی وایی دی ډیر کله نه وی او زوی یې په درملتون کې ناست وی.

بل خوا بیا هغه کسان چې په دې برخه کې مسلکی زده کړې لری وایی د څو کاله زیار او زده کړو وروسته یې د درملو پلورلو اجازه لیک ترلاسه کړی دی.

د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی انار ګل چې د فارمسۍ په برخه کې یې مسلکی زده کړې کړی وایی د درملو پلورل یوه حساسه موضوع ده چې دا د هر چا کار نه دی چې په عادی توګه وپلوری.

درې کاله وړاندې د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوې یوه سروې ښیی چې په ټول افغانستان کې نژدې ۱۴۳۸۵ درمل پلورنځی ورسره ثبت دی چې تر ټولو ډېر یې په کابل او کم یې په نورستان ولایت کې دی.

د دغې سروې له مخې په افغانستان کې سره له دې چې ډېر درمل پلورنځی مسلکی درمل پلورونکی نه لری د دې ترڅنګ یوازې یوه سلنه قانونی او روغتیایی مقررات پکې مراعات کېږی.

د سروې د معلوماتو له مخې سره له دې چې ډېر درمل پلورنځی د جوازلیک تر لاسه کولو پر مهال خپل فنی کس معرفی کوی خو د قانونی مودې د پای ته رسېدو وروسته چې یو کال دی بیا هم کار دوام ورکوی، نو ځکه هېڅ تمه باید ونه لرو چې د تخنیکی کس د نه شتون په صورت کې له هر درملتون د معیاری خدمتونه وړاندې کړی.

په سروې کې دې ټکې ته هم اشاره شوې چې د دې ټولو ستونزو اصلی لامل دا دی چې په افغانستان کې درملتون جوازلیکونه هرچا ته ورکړل شوی په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا کار اصلاً شونی نه دی او باید هرڅوک چې درملتون پرانیزی فارمسست واوسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید