روزنامه اصلاح

د طالبانو په زندانونو او توقیف‌خانو کې د بندیانو شکنجه او د د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنې

د طالبانو په زندانونو او توقیف‌خانو کې د بندیانو د شکنجه کولو په اړه خپرو شویو راپورونو، د ملګرو ملتونو سازمان اندیښمن کړی دی.

په‌دغو راپورونو کې ادعا شوې چې په‌دغو زندانونو کې ځینی بندیان د ډېرو شکنجو له امله مړه شوی هم دی.

اوس د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، هر فرد یا ډله چې دا شان کارونه کوی، باید قانونی چلند ورسره وشی.

د دغه کمېسیون اجرائیوی رئیس موسی محمودی ازادی راډیو ته ویلې، چې له زندانیانو سره باید، د نړیوالو قوانینو او بشری ارزښتونو د خوندیتوب پر اساس چلند وشی.

دی وایی:

هر فرد چې دغه کار او دغه تحریک ته اقدام او اجازه ورکوی او یا سکوت کوی او د دغه عمل پر وړاندې اقدامات نه‌کوی، په جرم کې شریک او د ملی او نړیوالو محاکمو تر تعقیب لاندې دی.”

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او له دوی سره د ناوړه چلند په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه دفتر یا یوناما د موندنو له مخې یو شمېر بندیان چې د طالبانو له زندانونو او توقیف‌خانو نه خوشې شوی، په‌دغو زندانونو کې یې له بندی ملکی او امنیتی کسانو سره د ناوړه چلند، شکنجو او ان د دوی د وژل کېدو خبرې کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا مسئله رد کړې او له غرضه ډکه یې ګڼلې ده.

بل‌خوا د حقوقی چارو پوه کبیر رنجبر دا شان چلند جنګی جنایت وباله او ویې ویل، په زندان کې د یو زندانی یوازې ازادی سلبیبږی، خو د نورو ټولو بشری حقونو نه برخمن دی.

دی زیاتوی:

“د طالبانو په څېر جنګې ډلو، نه اوس او نه مخکې، هېڅ‌کله هم کنوانسیونونه او تړونونه نه‌دی مراعت کړی، د جنګی اسیرانو پر وړاندې یې ارزښتونه او قواعد نه‌دی مراعت کړی چې دا تازه مسئله نه‌ده. په خواشینۍ سره په‌دې برخه کې لږ کار شوی دی.”

ښاغلی رنجبر وایی، د سولې په پروسه کې د طالبانو له شاملېدو وروسته، دغه ډله باید په‌دې برخه کې ټول ملی او نړیوال قوانین او مقررات مراعت کړی او له دا شان کړنو لاس واخلی.

له بلې‌خوا د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوری په یوې خبری ناسته کې وویل، د طالبانو په ګډون هره ډله چې زندانیان شکنجه او ناوړه چلند ورسره کوی، هېڅ ډول قانون نه منی.

د ده په خبره له زندانیانو سره د طالبانو ناوړه چلند له حقیقته لېرې نه‌دی او افغان حکومت یې هم اندیښمن کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید