روزنامه اصلاح

د طالبانو له لوری د وژل شویو”افغان کادرونو مستند”چاپ شو

د افغانستان ملی امنیت د هغو افغان کادرونو کتاب چاپ کړی دی چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د وسله طالبانو او نورو اورپکو په بریدونو او چاودنو کې وژل شوی دی.

دا کتاب چې په دوو ټوکو کې دی د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲۳) په کابل کې خپور شو. د ملی‌ امنیت ویاند محمدکبیر حقمل وویل چې په دغه کتاب کې د سلګونو (ډاکټرانو، ماسټرانو، انجینرانو، روغتیاپالو، ښوونکو، خبریالانو، مامورینو، قومی مشرانو) او نورو وژل شویو افغانانو نومونه، تصویرونه، لنډه پېژندنه، د وژلو علتونه او ځایونه خپاره شوی ‌دی.

کتاب ته د (زرګونه جنایات، د طالبانو په لاس کې د افغان کادرونو او قومی مشرانو قتل عام) نوم ورکړل شوی دی.

د ملی امنیت شورا ویاند،
کبیر حقمل وویل: د دغه کتاب د مستند کولو او خپراوی موخه داده، چې نور داسې جنایتونه پټ پاتې نه شی او د نویو نسلونو له ذهنونو څخه ونه وځی.

هغه وویل د زرګونه جنایات کتاب د چاپولو پر لړۍ سربېره، د www.qurbanyan.af په ادرس یو وېب سایټ هم جوړ شوی دی، چې د زرګونه جنایات د کتاب منځپانګه هلته لېږدول شوې ده.

حقمل زیاته کړه په دې وېب سایټ کې یو ځانګړې فورمه هم شتون لری، چې هره کورنۍ کولای شی د خپل قربانی شوی غړی ځانګړنې په هغه کې ثبت کړی څو تر څېړنې وروسته په سیستم کې ځای پرځای شی.

د ملی امنیت شورا ویاند په زرګونه جنایات کتاب کې د شته اسنادو او شواهدو پر بنسټ، د بشری حقونو له سازمانونو، مبارزو انسانانو، کورنیواو بهرنیو محکمو اودولتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو قربانیانو د کورنیو غږ واوری او د دغو شهیدانو له قاتلینو او طالبانو څخه پوښتنه وکړی او سزا ورته ورکړی.

هغه وویل چې د زرګونه جنایات د کتاب د لومړی ټوک د اسنادو او شواهدو په راټولو کې له دقیق میکانیزم څخه کار اخیستل شوی دی، د شهید نوم د پلار نوم د ولایت، ولسوالۍ، کلی، ټولنیز موقف، زده کړې د قتل څرنګوالی، د قتل ځای او وخت په تفکیک
سره په واضح ډول لیکل شوی
دی.

لا دقیق معلومات نشته چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو په بریدونو کې څومره افغان کادرونه وژل شوی دی،‌ خو په دغه کتاب کې د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ میلادی کلونو پورې پېښې ثبت شوی دی.

په کتاب کې د یو شمېر دینی عالمانو، ښوونکو، فعالانو او نور تر څنګ د وژل شویو خبریالانو نومونه هم شامل دی. په خبریالانو کې د آزادۍ راډیو، فرشته محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ نومونه، تصویرونه او لنډه پېژنده هم شته. دوی درې واړه له ځینو نورو خبریالانو سره یو ځای په کابل کې په یو ځانمرګی برید کې ووژل شول.

همدغه راز د کابل د دینی‌ عالمانو د شورا غړی مولوی ریحان یادونه هم شوې ده، مولوی ریحان په افغانستان کې د طالبانو د وسله والې جګړې مخالف و او په منبر کې په یوې چاودنې کې ووژل
شو.

د پوهنتون د استادانو په ډله کې د نقیب احمد خپلواک نوم هم راغلی دی، دی په کابل کې په امریکایی پوهنتون کې استاد و چې د طالبانو په ډله ایز برید کې ووژل شو.

په پېښور کې د افغانستان سرقونسل عبدالله پویان نوم او تصویر هم خپور شوی چې د کابل د انټرکانټینېنټل په هوټل باندې د طالبانو په برید کې ووژل شول.

پر دې سربېره د ښځو د حقونو د ګڼو فعالانو او مدنی مبارزو تصویرونه او نومونه هم د دغه کتاب مهمې برخې جوړوی وی. په افغانستان کې‌ په روان تاوتریخوالی سلګونه زره خلک وژل شوی او ژوبل شوی دی،‌خو دا لومړی ځل دی چې د (افغان وژل شویو کادرونو) په یاد کتاب چاپیږی

ممکن است شما دوست داشته باشید