روزنامه اصلاح

د طالبانو له خوا د پولیو د واکسینو مخنیوی او د دغې ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، وسله وال مخالفین په ډېری ولایتونو کې د پولیو د واکسین د پلی کېدو د لارې خنډ کېږی.

د افغانستان په نا امنو سیمو کې د پولیو د ۶ مثبتو پېښو له ثبتولو وروسته د عامې روغتیا وزارت وایی، که وسله وال مخالفین د پولیو د واکسین پلی کولو ته اجازه ور نه کړی، د دغې ناروغۍ پېښې به ډېرې شی. د دغه وزارت د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین د پروګرام مسؤل ډاکتر هدایت ستانکزی ازادی راډیو ته ویلی، چې د روان میلادی کال د اپرېل له میاشتې راهیسې د پولیو د واکسین پلی کول د وسله والو مخالفینو له خوا منعه شوی دی.

ښاغلی ستانکزی وایی، دغه وزارت د بېلابېلو نړیوالو مراجعو، سپین ږیرو او دینی عالمانو له لارې هڅه کړې چې دغه ستونزه له منځه لاړه شی.

ده وویل:څه باندې ۴ میاشتې کېږی چې د وسله والو مخالفینو له خوا د پولیو د واکسین د پلی کولو پر وړاندې خنډونه پیدا شوی، دغه مسئله موږ او نړیوالې ټولنې ته د اندېښنې وړ ده، زه د دغه پروګرام د مسؤل په توګه له ټولو مخالفینو غواړم چې دغه پروګرام ملی دی او د ماشومانو لپاره دې د دغه پروګرام د پلی کولو په لار کې خنډونه نه جوړوی.

د ښاغلی ستانکزی په خبره، په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو له خوا د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان د فعالیتونو ودرولو د پولیو د واکسین د پلی کولو پروګرام هم په غیر مستقیم ډول اغېزمن کړی دی.

ستانکزی وایی، د پولیو د واکسین د پلی کولو پروګرام د عامې روغتیا د وزارت له خوا پرمخ وړل کېږی چې د روغتیا نړیوال سازمان ورسره یوازې مالی او تخنیکی مرسته کوی.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادی کال له پیل راهیسې د پولیو درې مثبتې پېښې په ارزګان، دوه په کندهار، درې په هلمند او یوه په کونړ کې ثبت شوې ده.

د دغه وزارت مسؤلین وایی، پولیو یوه ساری ویروسی ناروغی ده چې خلک پرې په هر عمر کې اخته کېږی، خو ډېری ماشومان چې عمر یې تر پنځه کلنۍ لږ وی، پرې اخته کېږی.

ښاغلی ستانکزی دا هم وویل، د عامې روغتیا وزارت د یوه کال په موده کې د پولیو د واکسین د پلی کولو درې عمومی او ۶ فرعی کمپاینونه ترسره کړی دی.

بل خوا د ارزګان ولایت یو شمېر قومی مشران وایی، هڅې کوی چې له وسله والو مخالفینو سره د پولیو د واکسین د پلی کولو ستونزه د خبرو له لارې هواره کړی.

د دغو قومی مشرانو له ډلې عبدالباری باور وایی: د پولیو د واکسین د پلی کولو په لاره اکثره وسله وال مخالفین ستونزې جوړوی، موږ هڅه کوو چې عامو خلکو ته پوهاوی ورکړو، نننۍ ناسته مو هم په همدې خاطر ده، هڅه کوو چې د دغه واکسین د پلی کولو لپاره زمینه مساعده کړو.

له دې سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته په لېږلی پیغام کې ویلی، تر کومه چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یې ستونزه نه وی حل شوی، د پولیو د پلی کولو مخه به نیسی.

مجاهد ادعا کوی چې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د پلی کولو له کمپاینه د دښمنانو په ګټه کار اخلی، خو په دې اړه ېې ډېر څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید