روزنامه اصلاح

د طالبانو د احتمالی بریدونو مخنیوی لپاره میدان وردګ ته کمانډو ځواکونه لېږل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وایی د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د احتمالی بریدونو د مخنیوی لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړی دی.
دفاع وزارت پرون جمعه (تلې ۴مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې د یادو تازه دمه ځواکونو ځای پر ځای کېدو سره به په دغه ولایت کې امنیتی کمربندونه نور هم پیاوړی شی.
په اعلامیه کې راغلی چې د دغه امنیتی تدابېرو په لړ کې په میدان وردګ کې نوی امنیتی پوستې او بیزونه جوړ شوی او د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ ښه همغږی رامنځته شوې ده.
تازه دمه افغان کمانډو ځواکونه پر داسې مهال په میدان وردګ ولایت کې ځای پر ځای کیږی چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړی دی.
وړمه ورځ د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان سکاټ میلر کندهار ته د سفر پر مهال هم دا خبره وکړه.
لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ویلی چې وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول بریدونو ته زور ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابی هم ویلی وو: “زموږ قوتونه په دفاعی حالت کی قرار لری ولی طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړی او ډیرې کړی یې دی، خو د هیواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کی غاښ ماتوونکی جواب ویلی او دښمن یې هدف ته تر رسیدو مخکی له منځه وړی.”
افغان امنیتی چارواکی او د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال د طالبانو لخوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوی چې په دوحه کې شااوخوا ۱۴ ورځې مخکې د «افغانستان د سولې مذاکرات» پیل شول.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید