روزنامه اصلاح

د طالبانو بند کې د استرالیایی استاد کیسه: د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته یووړل شوو

د طالبانو له بنده د افغانستان امریکایی پوهنتون یوه خوشی شوی استاد ټیموتی ویکس د اسټرالیا رسنیو ته ویلی، د کابو درېیو کلونو بند واټن کې دی او ملګری یې افغانستان او پاکستان کې بېلابېلو سیمو ته وړل شوی وو.

تیموټی ویکس، اسټرالیا ته تر رسېدا وروسته خبریالانو ته وویل، “د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر شپږمه، په کابل کې د افغانستان امریکایی پوهنتون کې له تدریس وروسته له خپل ملګری سره طالبانو وتښتولو.”

دی له ټولو هغو ښکېلو اړخونو مننه کوی، چې د دوی په خلاصون کې یې هڅې کړې دی، چې په ځانګړی ډول، د افغانستان، پاکستان، قطر، امریکا او استرالیا د ولسمشرانو، زلمی خلیلزاد او ان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده نومونه یادوی. نوموړی وایی، د امریکایی او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدل د ده لپاره د خوښۍ خبر دی او هیله یې دا ده چې په افغانستان کې کابو دوو لسیزو جګړو ته سوله ییزه حل لاره وموندل شی او افغانستان او سیمې ته ټیکاو راشی.

کله چې له نوموړی له طالبانو سره د بند د مهال پوښتنه وشوه، ځواب یې دا و چې “د یوه بندی په توګه د طالبانو په بند کې ما څومره وخت تېر کړ، پر ما یې نه تصور کېدونکی اغېز درلود. زه یې د بیانولو لپاره خبرې نه لرم، چې دې تجربې څنګه زه په پوره ډول واړولم. داسې شېبې وې ما فکر کاوه مرګ مې حتمی دی، خو د خدای په مهربانۍ زه اوس دلته یم، ازاد یم او په ژوند کې بل هېڅ شی نه غواړم.”

دی وایی، تل یې هیله لرله او هیله یې ونه بایلوده، خو پوهېده چې بالاخره له بنده به ژوندی وځی.

کله چې له نوموړی وپوښتل شولو د طالبانو چلن ورسره څنګه و؟

ده وویل: “وضعیت ته په کتو عموماً له ما سره سم چلن کېده، خو موږ لیرې ځای بندیان وو چې روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی سم نه و، د خوړو کمی و. ډېری وخت په تیاره تېرېده، خو ډېره تړاو یې په دې درلود چې زموږ ساتونکی او قومدان څوک وو.”

ټیموټی ویکس وایی، یوه ورځ د امریکا سمندری ځواکونو برید وکړ، “موږ یې تونل ته ننویستلو د ننه جګړه وه، زه یې ټېله کړم چې پټ شم، خو ورغړېدم او بې هوښه شوم.”

ښاغلی ویکس وایی، غواړی یو څه وخت ارام ژوند وکړی او بېرته کابل کې د تدریس لپاره هم هیله لری.

د تېرې نومبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان امریکایی پوهنتون استادان کیوننن کینګ او ټیموتی ویکس د انس حقانی او دوو نورو طالب بندیانو په خلاصون کې تبادله شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید