روزنامه اصلاح

د طالبانو اعلامیې ته د ملی امنیت شورا غبرګون

وروسته تر هغه چې طالبانو امریکا او د هغوی کورنی او بهرنیی همکاران د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی، د هیواد ځینو ولایتونو کې د طالبانو وروستی بریدونه بېځوابه نه پرېږدی.

د ملی امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلی چې افغان ځواکونه له تېرو څو اونیو په دفاعی حالت کی دی چې په وینا یې«د طالبانو د بریدونو دوام کولای شی د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوی».

ښاغلی فیصل وویل:”په زابل او بدخشان کې د طالبانو بریدونه بېځوابه نه پرېږدو، موږ د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته طالبانو ته قوی ځواب ورکوو، اوس مسؤلیت وسله والو طالبانو ته متوجه دی چې د سولې په طرف ګامونه اخلی او یا هم خپل تاوتریخوالی او بریدونو ته دوام ورکوی.”

تېره کب میاشت په زابل او تخار ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو په بریدونو کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژل کېدو راپور ورکړل شو.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو په اړه په کابل کې خبرې روانې دی چې په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی بند کړی او د سولې په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړی.

د افغانستان د ملی امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا او د هغوی کورنیو بهرنیو همکارانو له دغه ډلې سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

طالبانو ویلی و چې امریکا او د هغوی همکارانو په دې وروستیو کې د یادې ډلې پر وسله والو چاپې وهلی، هوایی او ځمکنی بریدونه یې پر کړی او د دغه ډلې د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصولو بهیر یې هم ځنډولی چې په وینا یې که دغه سرغړونې دوام پیدا کړی، د سولې تړون ته به زیان ورسوی او دوی به هم متقابل غبرګون ته وهڅوی.

د طالبانو تر اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند وویل چې دوی د دوحې تړون په اساس ټولو پوځی اصولو ته ژمن دی او په دې اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.

سونی لګټ ویلی که چیری وسله وال طالبان د هغوی پر افغان همکارانو برید وکړی دوی یې دفاع کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید