روزنامه اصلاح

د صندوقلی او مزارشریف د نفتی بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه لاسلیک شوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غنی په حضور کې کانونو وزارت او کنسرسیوم افغان – تاجک د صندوقلی او مزارشریف د نفتی بلاکونو اکتشافی او د تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه پرون ماسپښین د ځمکو، اوبو او چاپیریال ساتنې عالی شورا په پای کې لاسلیک کړه

د دې توافقنامې مطابق کنسرسیوم  په دوه کالو کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونې،  په ۲۰ میلیون ډالر پانګونه د قرارداد په ساحو کې له ۱۰۳۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلو متر اوږدې سایزمیکی  سروې کولو او  په ۴۰ میلیون ډالر پانګونې ۵۵۰۰ متره د ژورې اکتشافی څاه کېندنې ته ژمن دی. 

یاده پروژه به له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاری فرصتونه برابر او د دولت عواید لوړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید