روزنامه اصلاح

د شری واکسین ملی روغتیایی پروګرام چې باید ملاتړ یې وشی

 شری واکسین د تطبیق پروګرام په ټول افغانستان کې پیل شود دغه پروګرام له مخې ټاکل شوې ده له٩ میاشتنى څخه تر ١٠ کلنى پورې پر ١۴ میلیونو تنو افغان ماشومانو باندې د شری واکسین تطبیق شی .

  دغه پروګرام به په دوو لس ورځنیو دوروکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو په ګډون د هېواد په څلور دیرشو ولایتونوکې تطبیق شی .

د دغه پروګرام د ترسره کولو هدف په دغې خطرناکې ناروغۍ د اخته کیدو مخنیوى دى. د تېرکال د شمېرنو له مخې: په هېوادکې ٢۵ زره تنه ماشومان د شری په ناروغۍ اخته شوی وو او د دغې ناروغۍ پراختیا د عامې روغتیا وزارت دې ته اړ کړ چې د شری ناروغۍ پرخلاف د واکسین د تطبیقولو
فوق  العاده پروګرام ترسره کړی
.

په هېوادکې د شری ناروغۍ پرخلاف د واکسین د تطبیقولو پروګرام ٧اعشاریه ٨ میلیونه ډالره لګښت لری چې د واکسینیاسیون د نړیوال ائتلاف له خوا تمویلیږی او د هغه د تطبیق لپاره ۴١ زره تنه لازمې زده کړې کړې دی .

  د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د شری ناروغۍ پرخلاف د واکسین د تطبیقولو د ملی پروګرام د پیل خبره کوی چې په هېوادکې  د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده او افغانستان د هغو هېوادونوپه لومړى کتارکې دى چې د میندو او ماشومانو د مړینې زیاتې پیښې لری .

د شری ناروغۍ د ماشومتوب دورې له ناروغیو څخه ده چې په افغانستان کې  له منځه نه ده تللې او دغه راز دغه هېواد د هغو دریو هېوادونو په جمله کې دى  چې په هغه کې د پولیو وحشی ویروس د ګرځیدو په حال کې دى .

  افغانستان، پاکستان او نایجریا یواځې د نړۍ درې هېوادونه دی چې په هغوکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتې شوې دی. په داسې حال کې چې د نړۍ په زیاترو هېوادونوکې د شری، پولیو او والګی په ګډون د ماشومتوب دورې د ناروغیو یواځې نومونه پاتې دی. خو په افغانستان کې د نا امنیو د دوام او دغه راز نامناسبو باورونو په دلیل دغه شان ناروغۍ د دغه هېواد له خلکو څخه قربانی اخلی .

ځانګړې کړۍ چې ځانګړې هدفونه تعقیبوی، هلې ځلې کوی چې په هېواد کې  د ملی پروګرامونو مخه ونیسی. دوى د واکسین په حرام بللو او یا نفی کولو سره خلک د ډول ډول واکسینونو تطبیق ته نه پریږدی، په داسې حال کې چې د واکسین د ګټورتوب او د هغه په باب
د عامه پوهاوی لپاره ډیر لږ کار شوى دى
.

  دلته لازمه ده چې په لومړی ګام کې  په دې اړوند د جوماتونو منبرونه فعال شی  او د اسلام له نظره یې د روغتیا ارزښت خلکو ته بیان کړی .

دغه راز په ښوونځیوکې د ماشومانو پوهاوى چې روغتیا پخپله یو نعمت دى،  کولاى شی د ماشومتوب دورې د وژونکو ناروغیو په وړاندې د واکسین ګټورتوب ترویج کړی. دغه راز  د قومی مشرانو او دینی عالمانو له امکاناتو او نفوذ څخه په دې لاره کې استفاده وشی.

باید د واکسین دپروګرام په نسبت دملی او اسلامی پروګرام په توګه وکتل شی او د هغه اسلامی والی او ملی والی په یو ډول نه یو ډول خلکو په تېره بیا د کلیوالی سیمو خلکو ته بیان شی چې نور د روغتیا دملی پروګرامونو په وړاندې منفی نظر  له منځه یوړل شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید