روزنامه اصلاح

د سینې د سرطان پوهاوی میاشت؛ څنگه یې مخنیوی وکړو؟

د اکتوبر میاشت هر کال د سینې د سرطان د پوهاوی میاشت ده، هغه ناروغی چې په ښځو کې تر ټولو پراخ ډول سرطان دی او هر کال په ټوله نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیونه ښځې پرې اخته کیږی.

سره له دې چې د سینې د سرطان په درملنې کې د پام وړ پرمختگونه رامنځ ته شوی، خو بیا هم دغه ناروغی په سرطان باندې د اخته ښځو د مړینو عمده عامل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې یواځې په ٢٠١٨ کال کې لږ تر لږه ۶۲۷ زره ښځې د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو له وجې مړې شوې دی.

د سینې په سرطان باندې په اخته کیدو کې یو لړ عوامل شامل دی چې دلته تر ټولو مهمو لاملونو ته یې اشاره کوو.

عمر:

د عمر په زیاتیدو سره د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو خطر زیاتیږی. د امریکا د متحده ایالاتو د سرطان د انجمن د شمیرو له مخې د سینې سرطان ٨٢ فیصده په هغو ښځو کې تشخیص کیږی چې عمر یې له ۵٠ کالو اوچت وی او د عمر په زیاتیدو سره دغه شمیره هم لوړیږی.

په وخت او سمدستی تشخیص او د تیو منظم معاینه کول په ځانگړې توگه مموگرام او التراساوند، ددغې وژونکې ناروغۍ نه د ښځو د ژغورنې اساسی رکن گڼل شوی دی.

ډاکتران سپارښتنه کوی چې د ۵٠ کالو زیات عمر لرونکې ټولې ښځې باید په هرو دوو کلونو کې یو ځل د مموگرام یا د تیو ایکسری وکړی. له ۵٠ کلونو نه ځوانې میرمنې په ځانگړې توگه هغه کسان چې د روغتیایی سابقې، کورنۍ تاریخچې او نورو عواملو له مخې پدغه ناروغۍ باندې د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دی، باید د ۴٠ کلنۍ څخه هر کال یا لږ تر لږه په هرو دوو کلونو ځان معاینه کړی.

جنس:

ښځې په پراخه توگه د سینې د سرطان قربانیانې دی. د امریکا د سرطان ټولنې د شمیرو له مخې د هرو اتو ښځو څخه یوه ښځه د سینې په سرطان اخته کیږی، پداسې حال کې چې د هرو ۸۸۳ نارینو څخه یو یې پدې ناروغۍ اخته کیږی.

پدې خاطر ښځو ته په ځانگړې توگه ټینگار کیږی چې د امیندوارۍ له عمر وروسته د سینې د سرطان معاینې وکړی.

نژاد:

د سپین پوستو ښځو په پرتله تورپوستې ښځې زیاتې د سینې د سرطان قربانی کیږی. د امریکا په متحده ایالاتو کې رسمی شمیرې ښیی چې د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٧ پورې د سینې د سرطان له وجې د تور پوستو ښځو مړینې د سپین پوستو ښځو په پرتله ۴٠ فیصده زیاتې وې.

وراثت:

څیړنو ښودلې چې د سینې د سرطان له ۵ نه تر ١٠ پورې پیښې د کورنۍ تاریخچې پورې مربوطې وې. پدې خاطر هغو ته چې په کورنۍ کې یې د سینې په سرطان اخته کسان وو سپارښتنه کیږی چې له نورو څخه زیاته پاملرنه وکړی او حتی په ځوانۍ کې هم د سینې د سرطان د څارنې لپاره معاینات وکړی.

سربیره پر دې د ژوندانه په بڼه کې یو لړ بدلونونه هم پدې ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر راټیټوی. سالمه تغذیه، ورزش او فزیکی فعالیت، د الکولو او سگرټو له استعمال نه پرهیز او د چاغیدو مخنیوی او په سالمه کچه د بدن د وزن کنترول، ماشومانو ته د تیو شیده ورکول د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو د مخنیوی عمده لارې چارې گڼل شوې دی.

څیړنو ښودلې ده چې د سالمې غذا خوړل نه یواځې د سینې پر سرطان باندې د اخته کیدو مخنیوی کوی بلکه د یو شمیر نورو سرطانونو، د شکرې په ناروغۍ، قلبی امراضو او مغزی سکتې باندې د اخته کیدو خطر هم راکموی.

ممکن است شما دوست داشته باشید