روزنامه اصلاح

د سومالیا په پلازمېنه کې چاودنې ۷۳ کسان وژلی

د سومالیا پلازمېنې موګادیشو له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې ګهیځ مهال موټربم برید شوی چې لسګونه کسان یې وژلی دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو په تېر کې الشباب اورپکې ډلې ورته بریدونه کړی دی. د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې چاودنې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژلی دی. د مدینه روغتون مشر ډاکټر محمد یوسف اسوشیټېډ خبری اژانس ته ویلی چې روغتون ته یې د پېښې له ځایه ۷۳ جسدونه وروړل شوی دی. یوه مامور د فرانسې خبری اژانس ته ویلی چې “دا چاودنه ویجاړوونکې وه.”

تراوسه د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې پخوا د الشباب اورپکې ډلې په دې سیمه کې دا ډول چاودنې کړې دی.

الشباب ډله چې د القاعدې سره تړاو لری په تېرو لسو کلونو کې په دې هېواد کې بېلابېل عملیات کړی او ۲۰۱۱ کال کې دا ډله له موګادیشو بهر شړل شوې خو بیا هم ځینې سیمې یې تر ولکې لاندې دی.

یو بل عینی شاهد دا بم چاودنه یوه ټول وژنه بللې ده.

هغه ویلی: “څه مې چې په سترګو لیدل یوازې جسدونه وو. ځینې یې د چاودنې له امله وژل شوی او یو شمېر یې داسې سوځېدلی و چې د پېژندلو وړ نه وو. “

د سومالیا د ولسی جرګې یو استازی د وژل شویو شمېر له ۹۰ څخه زیات وښود، خو دا شمېرې په رسمی ډول نه دی تایید شوې.

د سومالیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر هم ویلی: “رب دې د دې وحشی برید ټول قربانیان وبښی.”

د روانې میاشتې لومړیو کې هم د الشباب ډلې د موګادیشو پر یوه مشهور هوټل برید وکړ، چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول. په دې هوټل کې د دیپلوماتانو، سیاستوال او پوځی افسرانو استوګنځی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید