روزنامه اصلاح

د سولې ټینګېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام ته د یوناما هیله مندی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازوالۍ یا “یوناما” تمه ښودلې چې د سولې تر ټینګېدو وروسته هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړی.
یوناما ویلی چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به په ژنیو کې “د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور افغانستان” په نامه کنفرانس جوړ شی.
دغه کنفرانس چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو لخوا تنظیمیږی په څلورو کلونو کې یو ځل کیږی.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوی: “ددې کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دی چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې پر ګډو پرمختیایی موخو موافقه وشی او له افغانستان سره د مالی ملاتړ لپاره د پرمختیایی همکاریو همغږی رامنځته شی.”
دا کنفرانس پر داسې مهال تر سره کیږی چې تازه په دوحه کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه بین الافغانی مذاکرات پیل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سیاسی استازوالۍ ویلی، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره نوی فرصتونه رامنځته شوی، د افغانستان لپاره پیاوړې ملګرتیا او دوامدار نړیوال ملاتړ ډیر مهم دی.
اعلامیه کې د یوناما مشرې دیبرا لاینز له قوله ویل شوی: “دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د سولې خبرې اترې پیل کړی. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په ژنیو کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازی توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړی. ملګری ملتونه ژمن دی چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ، او مرستندویه ټولنې سره کار وکړی چې د ټولو افغانانو په ګټه ترټولو غوره ممکنه پایله تر لاسه کړی.”
د بیان له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویسټو، هم ویلی چې په افغانستان کې په لومړی ځل د سولې ټینګېدو ریښتینی چانس رامنځته شوی دی.
نوموړی زیاته کړې چې هیواد یې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوی: “… فنلنډ له نورو پرمختیایی ملګرو سره د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور د افغانستان او افغانانو کلک ملاتړ کوی.”
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادی ارغندیوال هم ویلی چې د افغانستان حکومت او د نړیوالې پراختیا ملګری یې باید د بې وزلۍ د کمولو لپاره په یو لیدلوری سره یو ځای کار وکړی چې په وینا یې حقیقی او هدفمند واوسی.

د فنلند د پرمختیاِیی همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ د چارو وزیر، هم ویلی چې په افغانستان کې د پېچلو ننګونو حل د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو او اوږد مهاله ژمنو ته اړتیا لری.
نوموړی هیله ښودلې چې له خپلو همکارو هیوادونو سره په ګډه له افغانستان سره د مرستو ژمنو تر لاسه کړی چې په وینا څو په دغه هیواد کې په تیرو لسیزو کې لاسته راغلی پرمختګونه وساتل شی، ترڅو د بشری حقونو او ډیموکراټیکو اصولو درک نور هم پیاوړی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید