روزنامه اصلاح

د سولې ټینګېدو لپاره پر اوربند د داکټرعبدالله عبدالله ټینګار

د افغانستان د ملی مصالحې شورا مشر ویلی چې په افغانستان کې روانه جګړه هره ورځ افغانان وژنی او هرو مرو باید اوربند وشی.
داکټرعبدالله عبدالله پرون شنبه(کب نهمه) وویل چې په ورستیو ورځو کې د افغانستان اسلامی جمهوریت د سولې پلاوی او د طالبانو تر منځ اړیکې ډېرې شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د سولې خبرو ته د خلکو تمې دی او تر اوسه نه دی پوره شوی.
هغه وویل:”تاوتریخوالی دوام لری، هدفی وژنې هم کیږی او له خلکو قربانی اخلی. زه یو ځل بیا د خلګو پر ریښتنې غوښتنې چې د اوربند ټینګول دی تاکید کوم.”
هغه زیاته کړه حکومت او طالبانو د سولې خبرو په پیل کې هوکړه کړې وه چې تاوتریخوالی به د خبرو اترو له لارې حل کړی، خو جګړه د ورکېدو پر ځای لا توده شوې ده.
په دوحې کې د افغانستان سولې په اړه خبرې د یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تېره اونی بیا ځلی پیل شوې.
له بلې خوا په سیاسی او امنیتی چارو کې د ولسمشر غنی سلاکار، محمد محقق ویلی چې د سولې د خبرو “د شرایطو پیچلی حالت” د جګړې دوام دی.
د هغه په وینا په سیمه او نړۍ کې د وضعیت بدلون د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې د امریکا د نوی حکومت لاسوهنې هم پر افغانستان اثر کړی.
د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د طالبانو سره د سولې تړون چې په ۲۰۲۰ کې د ډونالډ ترمپ د حکومت په اوږدو کې لاسلیک شوی و بیا ارزوی.
بایډن یوه اونۍ مخکې د مونیخ په امنیتی غونډه کې وویل چې امریکا د افغانستان د شل کلنې جګړې د پاې لپاره دپلوماتیکه هڅه کوی.
له بلې خوا د امریکا د دفاع وزیر له دې مخکې ویلی و چې امریکا به په چټکۍ له افغانستانه ونه وځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید