روزنامه اصلاح

د سولې ولسی حرکت غړو لوڅې پښې مزارشریف ته روان شوی

د هلمند د سولې کاروان غړو،چې اوس یې د خپل حرکت نوم د “سولې ولسی حرکت” ته بدل کړی، وایی، په کابل کې د ۵۳ ورځو تیرولو وروسته پرون د جمعې په ورځ (زمری ۱۹ مه) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارته پرلوڅو پښو او په پلی مزل روان شوی دی.

د سولې د ولسی حرکت ویاند بسم الله وطندوست وویل، چې پر لوڅو پښو د شاوخوا پنځه نیم سوه لیکومټره اوږد مزل هدف د سولې د ولسی حرکت سره د لارې په اوږدو کې د پرتو ولسونو د غږونه بدرګه کول دی.

ښاغلی وطندوست وویل: ” د اټکل له مخې پنځه نیم سوه لیکومټره لار ده، که مونږ هره ورځ پنځه کیلومټره لار ووهو، نو شاوخوا دوو میاشتو کې مونږ بلخ ته رسیږو، تر بلخ مو د سفر هدف دادی، چې په لار کې اوسیدونکی راپورته شی او وهڅول شی، چې د سولې غږ بدرګه کړی“.

ښاغلی وطندوست وویل، چې د سولې د ولسی حرکت له شلو زیات غړی په دې سفر کې شامل دی.

هغه وویل، بلخ ولایت مرکز ته له رسیدلو او هلته د یوې مودې لپاره د تم کیدو وروسته به له هغه ځایه د هرات ولایت ته لاړ شی.

د هلمند د سولې دغه حرکت غړو دروان لمریز کال د غوایی په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل پیل کړی مزل پر ۳۷ مه ورځ کابل ته رسیدلی وو.

د سولې ولسی حرکت غړو په کابل کې د خپلې ایسارتیا پرمهال د امریکا، برتانیا، روسیې، ایران، پاکستان، اروپایی ټولنې، ملګروملتونو، اسلامی هیوادونو سازمان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ پر وړاندې پرلت ته کښناستل او د لیکونو له لارې یې دغو هیوادونو چارواکو ته د خپل حرکت غوښتنې او وړاندیزونه وسپارل.

بسم الله وطندوست وایی په کابل کې یې د یو شمیر سفارتونو مخ ته د پرلت ناستې ګټورې وې. ښاغلی وطندوست وویل، چې د سولې ولسی حرکت په نړیواله کچه د سولې لپاره د افغانانو هیله مطرح کړې او د دوی د حرکت وروسته په ټول افغانستان کې د سولې پر ملاتړ حرکتونه او اوازونه اوچت شوی دی.

افغان حکومت وایی، د سولې د ولسی حرکت له هڅو ملاتړ کوی، جمهور رئیس محمد اشرف غنی پخپله د سولې ولسی حرکت غړو سره د لیدنې لپاره د کابل په ښار کې چمن حضوری ته ورغلی وو.

خو وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو اعلامیو کې د سولې دغسې حرکتونه د امریکا د پروګرامونو یوه برخه ګڼلې او د هلمند د سولې ولسی حرکت غوښتنې یې هم ردې کړی دی.

د سولې ولسی حرکت غړی وایی، وسله والو طالبانو سره د خبرو او سولې ته د هغوی د هڅولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی، چې د دغه کمیسیون غړی به په ولایتونو کې د طالبانو له قومندانانو سره اړیکې ونیسی او هغوی به سولې څخه ملاتړ ته وهڅوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید