روزنامه اصلاح

د سولې عالی شورا: دمسکو ناستې د افغانستان دسولې په ټینګښت کې مرسته کوی

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناستې جوړېدو ته موافقه شوې او د سولې عالی شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د هڅو په دوام، د افغانستان د سولې عالی شورا هیله ښیې چې د مسکو په ناسته کې د افغان پلاوی ګډون به له لاسته راوړنو ډک وی.

د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادی راډیو ته ویلی، دغه ناسته د سولې له ټیګنښت سره مرسته کوی او تمه ده چې دغه ناسته د راتلوونکی اوونۍ تر پایه جوړه شی.

ښاغلی دین محمد زیاته کړه:

“مسکو ناسته کې د ټولو لورو اتفاق پکی اخېستل کیږی د راتلوونکی اونۍ تر پایه به جوړه شی، د افغانستان لوری سره هم تفاهم شوی او برخه پکی اخلی، پدې ناسته کې بیلابیلې لوری دی او مونږ د ناستې پایلو ته هیله مند یو چې ښه نتېجه به ترې واخلو.”

نوموړی وویل، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په ناسته افغان پلاوی ګډون کوی چې د سولې عالی شورا یو غړی هم په کې حضور لری.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې دغه ناسته د راتلوونکی اوونۍ تر پایه جوړه شی.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه دغه د مسکو ناسته د تېرې میلادی میاشتې په لومړیو کې جوړه شوې وای، خو د افغان حکومت د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېده.

روسی چارواکو هم ویلی، د روانې میلادی میاشتې تر وروستیو پورې به د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته ترسره شی او په دغه ناست کې د افغانستان تر څنګ امریکا، طالبان او د سیمې هېوادونو ته هم په ‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

که څه هم طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون په اړه رسمی څه نه دی ویلی، خو روسی چارواکو تر دې وړاندې ویلی، طالبان چمتو دی چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکی کنفرانس کې ګډون وکړی.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی استاد پوهاند ودیر ساپی وویل، افغان حکومت باید له رامنځته شوی فرصته د سولې د راوستلو لپاره ښه ګټه پورته کړی.

خو د نوموړی په وینا، افغانستان باید داسې پالیسې غوره کړی، څو ښکېل هېوادونه دې ته اړ شی چې د سولې لپاره صادقانه همکاری وکړی.

ښاغلی ساپی زیاته کړه:

“افغانستان ته اړتیا ده چې داسې ډیپلوماسی غوره کړی چې پاکستان، ایران، چین او روسیه او حتی هند هم دې ته اړ شی چې د افغانستان سولې لپاره صادقانه همکاری وکړی .”

نوموړی روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې اوس امریکا او روسیه دې نتیجې ته رسېدلی چې د افغانستان سوله یې په ګټه ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له ‌‌پاره سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیل ‌زاد په استولو سره د سولې هڅو ته زور ورکړی.

ښاغلی ساپی دې موضوع ته په پام سره وایی چې د افغانستان د سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوی او دا د دې ښودنه کوی چې د سولې بهیر بالاخره بریا ته رسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید