روزنامه اصلاح

د سولې شورا: د مسکو ناسته ممکن د مشخصې اجنډا د نه‌تنظیمېدو له امله ځنډېدلې وی

د مسکو په ناسته کې تر دوهم ځل ځنډ وروسته اوس د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې ممکن د مسکو ناسته افغان چارواکو سره د روسیې له‎خوا د یوې مشخصې اجنډا د نه‌تنظیمېدو له امله ځنډېدلې وی.

د یادې شورا د اجرائیه پلاوی غړی محمد اسماعیل قاسمیار ازادی راډیو سره په خبرو کې په یاده ناسته کې د افغان چارواکو ګډون ډېر مهم وګاڼه او ویې‌ویل چې ښایی په‎دغه غونډه کې د سولې عالی شورا استازی هم ګډون وکړی.

ښاغلی قاسمیار زیاته کړه:

“دا چې تر اوسه د غونډې اجنډا له افغان چارواکو سره په ګډه نه‎ده تنظیم شوې، زما په اند د ځنډ لامل به همدا وی، تر کومه چې یوه ګډه اجنډا جوړه شی، افغان حکومت ورسره موافقه وکړی او بالاخره خپل ګډون اعلان کړی.”

مخکې تر دې یو شمېر روسی رسنیو راپور ورکړی و چې ښایی د مسکو ناسته د روان میلادی کال د نوامبر په لومړۍ نېټه جوړه شی او د سولې عالی شورا هم ویلی و چې د مسکو ناسته د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې جوړېږی.

ټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته په اوله کې د روسیې په کوربه‎توب د افغان حکومت د استازو په ګډون د روان میلادی کال د سپټمبر په میاشت کې جوړه شی، خو د افغان چارواکو تر مخالفتونو وروسته دغه ناسته جوړه نه‎شوه او وروسته له هغې بیا کابل او مسکو شااوخوا میاشت مخکې هوکړه وکړه چې یاده ناسته به په ګډه جوړه کړی.

روسی چارواکو ویلی چې د مسکو په ناسته کې چې هدف‎یې د افغانستان سوله ده، د افغانستان په ګډون، امریکا، طالبانو او د سیمې یو شمېر مهمو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په‎دغه ناسته کې د خپل ګډون په اړه څه نه‎دی ویلی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د یادې ناستې د جوړېدو د څرنګوالی او وخت پر سر د کابل او مسکو ترمنځ خبرې روانې دی.

د یاد وزارت ویاند صبغت‌الله احمدی وایی:

“تاسې پوهېږئ چې مذاکره یو لوی بحث دی او موږ په‎دې اړه مذاکره کوو او البته دا مذاکره هم د مذاکرې لپاره ده، ځکه باید د دغه ناستې د څرنګوالی په اړه بحث وشی، ټول موارد په دقت سره وارزول شی او مورادو ته تر لاسرسی وروسته موږ ځو، تر هغې وروسته مواردو ته او جزئیات له تاسې سره شریکوو.”

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ هم دغه ناسته ډېره مهمه وګڼله او ویې‌ویل چې حکومت باید له رامنځته شوی فرصته ښه استفاده وکړی او د دا شان ناستو نتیجې د سولې رسمی خبرو ته زمینه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید