روزنامه اصلاح

د سولې شورا: د حکومت له دخالته پرته د روانې لانجې سیاسی حل ممکن نه‌دى

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د حکومت له دخالت پرته د روانې لانجې سیاسی حل ممکن نه‌دى.

د سولې عالی شورا ټینګار کوی، د سولې په هر ډول مذاکرو کې باید افغان حکومت دخیل وی.

د دې شورا یو مخکښ غړى وایی، که په دغو مذاکرو او پرېکړو کې حکومت څنډې ته پاتې شی، د دایمی سولې او ثبات ټینګښت به ناشونى وی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړى دى، خو له افغانستانه‌یې د امریکایی ځواکونو پر وتلو ټینګار کړى دى.

د سولې عالی شورا د اجرائیه پلاوی غړی او سلاکار عبدالحکیم مجاهد ازادی راډیو ته ویلی، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر احتمالی وتلو وروسته باید ټول اړخونه په سیاسی حل کې دخیل وی.

نوموړی زیاته کړه:

“له افغانستانه د خارجی قواوو په وتلو سره باید داسې سوله او ثبات او سیاسی فضا رامنځته شی چې په افغانستان کې د قضیې ټولې خواوې په‌کې دخیلې وی. یو له مهمو اړخونو د افغانستان حکومت دى، څو چې د افغانستان حکومت په یوه سیاسی حل کې دخیل نه‌وی، ټولې هغه فیصلې چې هلته «په قطر کې» کېږی هغه به په اجرائیوی ډګر کې له مشکلاتو سره مخامخ کېږی. زه باور نه‌لرم چې هغه حل‌لار به داسې حل لاره وی چې په افغانستان کې به دایمی سوله او ثبات رامنځته کړی.”

امریکایۍ ورځپاڼې دې هېل «The Hill» د تېرې جمعې په ورځ راپور ورکړى و چې د سولې مذاکرو ته په پام سره تر اوسه وسله‌والو طالبانو یوازې له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو پر تنظیم بحثونو ته لېوالتیا ښوولې ده.

دغه ډله تر اوسه نه‌ده حاضره شوې چې له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنی.​

د تبصرې لیکونکی اندېښنه ښودلې که طالبان د افغانستان له حکومت سره سوله ونه‌کړی او امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسی، په افغانستان کې به د دایمی سولې برخلیک څه وی؟

په قطر کې د امریکایی پلاوی او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذکرو د پنځم پړاو شااوخوا دوه اوونۍ کېږی.

د سولې د روانو هڅو په اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی، د سولې پروسه باید په دقت پر مخ لاړه شی. د جمهوری ریاست ویاند هارون خچانسوری تېره جمعه ازادی راډیو ته ویلی و چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیل‌زاد له ولسمشر محمد اشرف غنی سره په تماس کې دى او د روانو مذاکرو په اړه معلومات ورسره شریکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید