روزنامه اصلاح

د سولې شورا: د بیـن الافغـانی مذاکـراتو لپـاره هڅـې دوام لـری

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې له طالبانو سره د بین الافغانی مذاکراتو لپاره هڅې دوام لری.

د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته د سولې عالی شورا وایی چې له ځینو هېوادونو سره په همغږۍ د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې دوام لری.

د دې شورا ویاند غفور احمد جاوېد وایی چې سوله د افغانستان لپاره مهمه ده او د قطر د غونډې لغوه کېدل نشی کولای چې روانې هڅې ودروی.

ښاغلی جاوېد ازادی راډیو ته ویلی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلېدو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخیستل شی.

ده وویل:

“د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ همکارۍ ته اړتیا لری، په دې برخه کې هر څوک چې له مونږ سره مرسته کوی او مرسته یې د سولې له عالی شورا او د افغانستان له خلکو سره همغږې وی، هرکلی یې کوو، مونږ بېلابېلې پروسې کاروو، ترڅو افغانستان سولې ته ورسېږی.”

خو ښاغلی جاوید دا ونه ویل چې دا ځل به بین الافغانی مذاکرات کله او په کوم هېواد کې ترسره شی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې په قطر کې بین الافغانی مذاکرات چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ پیل شی، لغوه شول او افغان حکومت یې ملامتی پر قطر واچوله.

دې غونډې ته افغان حکومت د ۲۵۰ کسانو لېست اعلان کړی و چې سیاسی څېرې، د بېلابېلو قشرونو استازی او یو شمېر حکومتی چارواکی په کې شامل وو.

د دې غونډې له لغوه کېدو سره داسې اندېښنې پیدا شوې چې ممکن د سولې روانې هلې ځلې څه ناڅه ټکنۍ شی.

خو افغان حکومت ویلی چې په دې برخه کې هڅې دوام لری چې تر نږدې لسو ورځو پورې د مشورتی لویې جرګې جوړېدل یې ښه بېلګه بولی.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم څرګنده کړې چې د خبرو اترو لپاره هېڅ بدیل نشته او دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان هم له زلمی خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړی.

په عین حال کې د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې له رامنځته شوی فرصته باید ګټه واخیستل شی.

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدی وایی:

​”له سیاسی او ډیپلوماتیکو لارو په تېره د پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او د قطر له طریقه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې هم لری، باید ګټه واخیستل شی، زه فکر کوم چې ښه امکانات برابر شوی او باید له دې استفاده وشی، ترڅو طالبان د خبرو مېز ته کېنی او اوس دا امکانات برابر دی.”

تر دې وړاندې اندونیزیا او ازبکستان دواړو ویلی دی چې چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړی.

حتی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی شااوخوا یوه میاشت وړاندې اندونیزیا ته د سولې د موضوع په تړاو سفر هم وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید