روزنامه اصلاح

د سولې حرکت د فرهنګی کمیټى مشر عبدالمالک همدرد: د ولور ناوړه دودونه په ارزښتونو بدل شوى

ولور هغه ناوړه، کرکجنه او ملاماتوونکى دود او دستور دى چې د ځوانانو او پیغلو په ژوندیې منفى اغیز ښندلى او بى شمیره کورنى له دى درد او کړاوو څخه ځوریدلى او لاځوریږى.

دى دود د پیړیو، پیړیو را دیخوا زمونږ په هېواد کې خپلى ریښى ځغلولى او لا اوس په خپل قوت سره په خپل حال پاتى دی.

دى کارنه یواځى دا چى ځوانان یى په دى مجبور کړى چې نورو هېوادونو ته په کاروبار او مزدورى پسى کلونه کلونه مسافرۍ وکړۍ تر څو د واده لګښت او د ولور ملاماتوونکې بار تر منزل ورسوى بلکى کله نا کله د دوه کورنیو ترمنځ ژور اختلافات او درز هم رامنځ کوی چې بیا د هلک او نجلى د کورنیو ترمنځ لویې شخړى رامنځ کیږى او داسى هم پیښ شوى د هلک کورنى په دى مجبوره شوى چې خپل زوى ته له سره بله کوژده وکړی او هغه لومړنۍ کوژده په ځای پریږدی

چى دا حالات هم د انجلى د کورنى او هم د هلک د کورنى لپاره د درد او غم یوه نه هیریدونکى خاطره بللى شو.

نه یواځى ولور ز مونږ د نجونو او ځوانانو په مرى منګولى ښخى کړى بلکى د دى ترڅنګ له دی څخه یو بل ناوړه دود هم شته چې د ولور څخه زیات دردوونکې او ځوروونکې دی. هغه دا چى د یوى بى ګناه انجلى په بدو کې ورکول دی چې د ورځنى ژوند په اوږدو کې بى سارى ظلم او ربړ سره هره ورځ مخامخ او د ارام او راحت ژوند څخه د تل لپاره بى برخى وی.

بل له درده ډک او غیر انسانى دود چې زمونږ د ټولنى نجونى او ځوانانو سره لاس او ګریوان دى هغه پخپله خوښه د ژوند د ملګرى ټاکل دی چى دى انسانى ارمان ته رسیدل هم له ستونزو خالى نه دی او د ګوتو په شمار کسان هم په دى نه بریالى کیږى چې دغه ارمان ته ورسیږى.

له دى په غیر نور ظلمونه او عذابونه چې د ټولنى ځوانان او نجونى ورسره لاس او ګریوان دی هم کم نه دی خو د دى ټولو بد مرغیو او ناخوالو اصلى لاملونه نالوستى والې او بى سوادی بللى شوو.

د دى خرافاتى دودونو او رواجو څخه څنګه خلاصون موندلى شو او له کومو لارو چارو څخه ګټه واخلو ترځو د ژوند په اصلى لورى حرکت وکړو د اسلام د سپیڅلى دین د موازینو او اساساتو سره سم خپل ورځنى ژوند د ناخوالو او بدمرغیو څخه وژغوروو.

په همدى اړوند مو د سولى د حرکت د فرهنګې کمیټى له مشر ښاغلى عبدالمالک همدرد سره ځکه دا خبره شریکه کړه چې نوموړى د ولور او د خپلى خوښى دودونو پر وړاندى د خنډونو دلیرى کولو په وړاندى مبارزه پیل کړى او په دى هڅه کې دى چه څنګه د دغه بدمرغه پدیدى مخه د کومو لارو چارو په تر سره کولو ونیول شى.

ښاغلى همدرد په سر کې وویل:

د دې څېړنی او مبارزى انګیزه ان له وړکتوب یا ماشومتوب څخه ما لرله ځکه چې زه خپله د واده د ناوړه دودونو قربانی شوی وم او د وخت په تېرېدو مې په ټولنه کې دا درک کړه، چې یوازی زه نه بلکی د افغانی ټولنی لویه برخه د دې ناوړه دودونو څخه کړیږی او له همدې ځای څخه وړې او لویې شخړی په ټولنه کې شروع کیږی.

کله چې زه دې ته متوجې شوم، چې د واده ناوړه دودونه موږ ته زیان رسوی او زموږ ټولنه شاه تګ ته بیایی، نو ما به له ځان سره زیاتره وخت دا فکر کاوه چې یو څوک خو به پیداشی چې د واده د ناوړه دودونو مخه به ونیسی، خو ما خپله هم په دې اړوند غېر مستقیم ډېر کم تبلیغ کاوه چې یوه ورځ به زما دا هیله پوره شی.

دا چې زه خپله هم د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو مدنی فعال وم، نو د ټولنې ډېرو ستونزو ته به مې په ډېر دقت کتل او نیمګړتیاوی به مې تر مسولینو او خلکو ور رسولې

هغه و چې په ۱۳۹۵ کال کې مې پر دې فکر کاوه چې واده به په ټولنه کې څنګه ارزانه شی، او ولور دود به څنګه پاى ته ورسیږى هغه ؤ چې په ۱۳۹۶ کال کې په دې و توانیدم چې په ټولنه کې به د واده د ناوړه دودونو له ادرسه عامه پوهاوی او سیمه ییزه څېړنه کوم، چې بیا مې د څېړنی لپاره دوه ورقی ټول پوښتنی جوړی کړی او دا پوښتنی مې انټرنیټی فورم کې هم ځای پر ځای کړلې او وروسته مې د واده د ناوړه دودونو د دا دوه پاڼو پر سر د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال سره هوکړه لیک وکړ چې د هغه هوکړه لیک په اساس مې د ګرشک په ټولو ادارو کې په دولتی کارمندانو د څېړنی پاڼی ډکی کړلی او دا پاڼی مې د ولسوالۍ په سطحه مدرسو، کلینیکونو، مسجدونو، دوکانونو، ښوونځیو او نورو ته ورکړلی او تر څنګ مې غوښتل چې په دى موضوع بحث شروع شی.

د واده د ناوړه دودونو د څېړنی په وخت کې د ۱۳۹۷ کال د حمل په دریمه ورځ د هلمند په لښکرګاه ښار کې د غازی سټیډوم په مخ کې پر عامو خلکو او پهلوانانو موټر بم وشو او د هغه وروسته پر همدغه موټر بم ځای زما ملګرو د حمل په څلورمه خیمه ودروله، چې د دې وژنو په وړاندی یو ولسی ږغ پورته شی، نو ما هم په دې وخت کې د ګرشک ولسوالۍ په ښار کې له ځوانانو سره په ګډه همکاری خیمه ودروله او د خیمی وروسته موږ اوه کسانو له هلمند څخه پلی حرکت د کابل په لوری شروع کړ او تر دې مهاله په دې حرکت کې مصروف پاته شوی یم.

په دې نېژدې ورځو کې مې خپله دا طرحه بیرته را تازه کړه او تر څنګ مې غنی هم کړه چې د هېواد په سطحه د دې طرحی لپاره عملا کار وکړم.

د واده د ناوړه دودونو د څېړنی او په وړاندى یې د مبارزى څخه مو موخه څه ده؟

د اوسنی دولت د لومړنی کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پوری زما خپل رنځ د واده د ناوړه دودونو څخه او په ټولنه کې د ځوانانو له هېواده بهر ته تلل یا تیښته، د ځوانانو وسلې ته لاس اچول او د جګړې له یو لوری سره دریدل، غلا، زنا، لواطت او داسی نورو بدو کړو ته د ځوانانو هڅیدل او عمل پرې کول د زغم نه وه او زه به سخت ورباندې کړیدم.

همدې ستونزو ته په کتو غواړم چې د ټولنې ستونزی او حل لاری  په یوه سیمه ییزه او علمی څېړنه کې را ټولې کړم او بیا د دې لاری عامه پوهاوی او د واده د ناوړه دودونو مخنیوی پرى وکړو.

لاس ته راوړنی مو څه دی؟

 په پیل کې ما فقط غوښتل چې دا موضوع په تولنه کې رامنځته کړم او د خلکو تر منځ یې د بحث وړ وګرځوم ددې لپاره چې بحث رامنځته سی نو مې دلیدنو کتنو لړۍ لومړی راپیل کړه په دې لیدنو کتنو کې جوماتونو ، کلینیکونه ، ښوونځی او دولتی ادارې په کې شاملې وې له هغه وروسته مې لازمه وګڼله چې زه باید د ثبوت په ډول مواد له ټولنې راټول کړم او د ولس نظر ددې موضوع په تړاو له ځان سره لیکلی ولرم نو هغه وو چې بیامې پوښتنپاڼې جوړې کړې او د ولسوالۍ سره په تفاهم مې دا پاڼې نږدې په زرو کسانو وویشلې چې دې کسانو کې، دینی علما ، ښوونکی ، ډاکټران، ځوانان ، ورزشکاران ، اداری مامورین او عام وګړی شامل ول چې دا پوښتنپاڼې مې بیرته راټولې کړې او د ټولنې نبظ مې ځان ته مالوم کړ چې په کومه برخه کې ددې دودونو ډېره ستونزه ده او له کومې برخې خلک ډېر په کړاو دی .

ایا په راتلونکی کې به وتوانیږی چې دغه ټاکلې موخی ته ورسیږی؟

تصمیم د بری لومړۍ شرط دی اوس مې ټینګ تصمیم نیولی دی چې د خپل وس او امکانانو مطابق به په ټولنه کې د اساسی بدلون او د حکومت د پاملرنى په پار خپل انتهایی وس وکاروم خپل مخکنی کار ته په کتو باور لرم چې دا موضوع به لا د خلکو د بحث وړ وګرځوم په ذهن کې ورته نورې مختلفې لارې هم لرم چې په راتلونکی کې به یې وکاروم .

دا چې افغانی ټولنه یوه سنتی ټولنه ده، تاسی به وتوانیږی چې په دې لاره کې وړاندی لاړ شی؟

سخت کار دی ځکه اوس ځینو ناوړه دودونو په ټولنه کې داسې ژور او عمیق ځای موندلى دی چې ساده یادول یې هم په خلکو بد لګیږی ځکه دا ناوړه دودونه په ارزښتونو بدل شوی دی چې دا یې خطر ناک حد دی خو دا باید وویل شی چې هیڅ کار ناشونی نه دی زه به کوښښ وکړم چې ټولنې ته سم ننوزم او لومړی هغه چا څخه مرسته وغواړم چې په ټولنه کې ډېر اثر او رسوخ لری .

سنګین

ممکن است شما دوست داشته باشید