روزنامه اصلاح

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: چین ته د جلغوزو د لېږد ستونزه حل شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی ، چین هېواد ته د جلغوزو د لېږد ستونزې حل شوی دی.

که څه هم له افغانستانه چین ته د جلغوزو د لېږد لړۍ بیا پیل شوې خو ځینی افغان سوداګر وایی، هغه هېواد ته د جلغوزو د لېږد برخه کې د دوی ستونزې نه دی هوارې شوی او دوی له دې امله په لکونه ډالر زیان کړی دی.

دغه سوداګر وایی، که څه هم د جلغوزو د صادراتو لپاره پروازونه پیل شوی خو ډېری ستونزې لا هم نه دی حل شوی، او په خبره یې له زر ټنو زیات جلغوزی په ګودامونو کې پاتې دی.

افغان سوداګر شهزاد ځدران وایی ، چین هېواد ته یې شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ د جلغوزو صادرات کړی خو تر اوسه یې خپلې پیسې نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه: “هغه قرارداد مې چې له چینایانو سره درلود تر شپږ میلیونه افغانیو په کې تاوانی شوم، نور سوداګر هم دې ته ورته ستونزو سره مخ دی، موږ چین ته د جلغوزو صادرات وکړل خو د شرکتونو د بندیدو له امله هېڅوک زموږ زنګونو ته ځواب نه وایی چې پیسې مو راکړی.”

په خوست ولایت کې د جلغوزو مارکیټ مشر نورګل منګل وایی، د همدې ستونزو له امله په هېواد کې د جلغوزو قیمت په هره کیلو کې ۵۰۰ افغانۍ راټیټ شوی دی.

هغه زیاته کړه: “هغه جلغوزې چې موږ پخوا چین ته لېږلی و د شرکتونو د بندیدو له امله تر اوسه همداسې پاتې دی، له زرو ټنو زیات جلغوزی ګودامونو کې پاتې دی او هغه مو چی لېږلی د هغو پیسې هم تر سوداګرو نه دی رسېدلی.”

د ښاغلی منګل په وینا که د حوت یا کب د میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې د جلغوزو د صادراتو ستونزې حل نشی، ټول هغه جلغوزی چې ګودامونو کې پاتې دی د مناسب ځای د نشتون له امله به خراب شی.

دا اندېښنې هغه وخت را پیدا شوې چې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوی په خاطر چین ته د جلغوزو صادارت ودرېدل خو دا لړۍ تېره یکشنبه یو ځل بیا پیل شوه.

د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارده او پنځوس میلیونو دالرو ته رسېږی.

له دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی و، چې د کورنیو او چینایی شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو د ادارې د تخنیکی معاونیت په همغږۍ په تېرو پنځو کلونو کې ۶۲ ټنه جلغوزی چین ته لېږدول شوی دی.

د یادې خونې ویاند جان اقا نوید ازادی راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې، حکومتی چارواکو او کابل کې د چین سفیر سره د جلغوزو د صادراتو پر وړاندې پرتې ستونزی شریکې کړی او هغوی یې د ژر هواری ژمنه کړې ده.

هغه زیاتوی: “د سوداګرۍ او پانګونې خونې کابل کې د چین سفیر سره د یادو ستونزو په تړاو خبرې کړی دی او له هغوی یې غوښتی چې لږ تر لږه یو چینایی شرکت باید افغانستان سره پرواز پیل کړی هغو هم ژمنه کړی چې د هوایی دهلیز سره د صاداراتو دا ستونزه حل پیدا کړی، خو دا ستونزه د خوستی سوداګرود خبرو په پرتله دومره جدی نه ده، ستونزه لنډمهاله ده، ژر به حل شی، دواړه هېوادونه خپل تدابیر نیسی.”

همدا راز ښاغلی نوید زیاته کړه چې د افغان سوداګرو د پیسو د رالېږدولو لپاره دوی له چینایی چارواکو غوښتی چې په افغانستان کې د چین او په چین کې د افغانستان د یو بانک څانګه پرانېستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید