روزنامه اصلاح

د سودان پوځی شورا له معترضانو سره د خبرو وړاندیز وکړ

سودان کې لنډمهالې پوځی شورا د جمعې په ورځ د دغه هېواد له لاریونوالو سره د خبرو وړاندیز کړی دی.

دا شورا وایی، چې د معترضانو د غوښتنو ترلاسولو کې همکاری کوی، خو دا هم زیاتوی چې بلوا او ګډوډی نه منی.

د پنجشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۱) د سودان پوځ د دغه هېواد ولسمشر عمر البشیر له واک لرې کړ او هم یې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړ.

پوځ دا هم وویل چې پوځ به دوه کاله د لندمهالې ادارې په نوم واک اداره کوی.

له تېر ډیسمبر راهیسې د خلکو مظاهرې سبب شوې چې پوځ د عمر البشیر واکمنی نسکوره کړی، خو له پرون راهیسې بیا هم زرګونو مظاهره چیان سړکونو او کوڅو کې دی او د پوځ لنډمهالې واکمنی نه غواړی.

دوی وایی، دا پوځی شورا هم د پخوانی حکومت یوه برخه ده، ځکه به خپل لاریون جاری ساتی.

د سودان د متخصصانو ټولنې یو غړی سارا عبدالجلیل وایی، دا د پخوانی رژیم دوام دی، د همدې لپاره باید مبارزه او سوله ییز مقاومت وشی.

د پوځی شورا او د مظاهره چیانو ترمنځ د ټکر اندېښنه زیاته شوې ده.

د بی بی سی د افریقایی څانګې مشر ویل راس وایی، د امنیتی ځواکونو د مختلفو برخو او ملېشو ترمنځ د بلې وسلوالې نښتې وېره شته.

سودان کې د سونتوکو او ډوډۍ د ګرانۍ له امله تېر ډیسمبر کې مظاهرې پیل شوې، چې له امله یې د لاریونوالو او حکومتی ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی هم شو.

د سودان دفاع وزیر د عمر البشیر د واک پرځولو د اعلان پر مهال دا هم وویل، چې هېواد په ناسم ډول مدیریت شوی دی او د احتجاجونو لړ کې یې د انسانی تلفاتو له کبله بښنه وغوښته.

له دې مخکې د عمر البشیر استعفا غوښتنې په تړاو د اجتجاجونو له ډېرېدو وروسته د سودان پوځ له خلکو وغوښتل چې یوه اعلان ته انتظار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید