روزنامه اصلاح

د سمنګان د ډبرو سکرو عواید ۲۵ سلنه زیات شوی

د سمنګان محلی چارواکی په دې ولایت کې د ډبرو سکرو د عوایدو له ۲۵ سلنه زیاتوالی خبر ورکوی.

د سمنګان د والی ویاند صدیق عزیزی وایی چې نسبت تېر کال ته د روان مالی کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې ولایت د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه ووېل چې په روان کال کې یې د ډبرو سکرو له استخراجه حکومت خزانې ۲ میلیارده ۹۳ میلیونه ۸۱ زره او دوه سوه افغانۍ عواید ترلاسه کړی دی.

ښاغلی عزیزی په دې اړه وویل:

“د سمنګان د ډبرو سکرو په عوایدو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی چې اساسی لامل یې د ډبرو سکرو په استخراج کې زیاتوالی او د هغو ښه خرڅلاو دی.”

د سمنګان د والی ویاند صدیق عزیزی وایی چې د ډبرو سکرو د عوایدو د زیاتوالی اساسی لامل د ډبرو سکرو په استخراج کې زیاتوالی دی.

د ښاغلی عزیزی په باور، د کانونو د استخراج د قانون پر بنسټ باید د ډبرو له سکرو د ترلاسه شویو عوایدو پنځه سلنه په دې ولایت کې پر پراختیایی پروژو ولګول شی چې سیمه ییز چارواکی غواړی چې په دې پیسو د دره صوف بالا او ایبک ترمنځ غځېدلی سړک بیا ورغول شی، خو تر دې دمه دې غوښتنې ته چارواکو مثبت ځواب نه دی ویلای.

په عین حال کې د سمنګان د ولایتی شورا مرستیال محمد هاشم سروری وایی چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو لویه برخه په غیر قانونی ډول د محلی زورواکو له خوا په خپلسری توګه استخراجېږی.

هغه وویل چې د سمنګان له مرکز ایبک ښار سره د دره صوف ولسوالۍ په لاره د دولت مخالفو وسله والو هم د ډبرو سکرو د انتقال له کاروانونو باج اخلی.

سروری یې په اړه زیاته کړه:

“په سمنګان کې د ډبرو سکرو کانونه په خپلسری او غیر قانونی توګه راویستل کېږی چې دولت یې تر دې دمه مخه نه ده نیولې او دا مسئله زمونږ د اندېښنې وړ ده.”

د سمنګان د والی ویاند صدیق عزیزی ازادی راډیو ته په یاد ولایت کې د محلی زورواکو شتون تأیید کړ، خو ویې ویل چې د ډبرو د سکرو د کانونو له استخراجوونکو څخه حکومت مالیه ترلاسه کوی.

په داسې حال کې د سمنګان د ولایتی شورا غړی په دې ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د غیر قانونی استخراج په اړه اندېښنه څرګندوی چې د معلوماتو پر اساس چې هر کال د کانونو د غیر فنی او خپلسری استخراج له وجې ډېر شمېر کان کیندونکی وژل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید