روزنامه اصلاح

د سلطان محمود غزنوی زیارت کې د چاودنو ناکامه هڅه

د غزنی سیمه ییز چارواکی وایی، دوه تنه وسله وال چې غوښتل یې د سلطان محمود غزنوی په روضه کې چاودنې وکړی د خپل ماین ښکار شول.

دغه پېښه پرون یکشنبه د «چنګاښ پر ۲مه» د غزنی ښار په روضه شریفه کې رامنځته شوې ده.

د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوری وایی، چې یادو کسانو یو ماین د زیارت شا کې ځای پر ځای کړی او دوهم ماین چې غوښتل یې روضیې ته یې داخل کړی چاودنه کړې ده.

هغه وویل:” سهار شااوخوا پنځه بجې او شل دقیقې وسله والو غوښتل چې غزنی ښار ته څېرمه د روضیې په سیمه کې د سلطان محمود غزنوی پر زیارت باندې بمی چاودنې تر سره کړی چې خپله یې ورباندې چاودنه کړې ده. ​ ښاغلی نوری وویل، چې په دغه چاودنه کې یو تن ماین ایښودونکی وسله وال وژل شوی او یو بل ټپی شوی چې دا مهال تر درملنې لاندی دی.

که څه هم تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د غزنی د والی ویاند وایی، دا به وروسته معلومه شی چې یاد وسله وال د کومې تروریستی ډلې غړی دی.

هغه وویل، په دغه چاودنه کې ملکی خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

سلطان محمود غزنوی د افغانستان د وتلو پاچاهانو په ډله کې شمېرل کېږی چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په سیمه کې هم د خپلې پاچاهۍ واک غځولی و.

نوموړی ته د دې ترڅنګ د یو روحانی مشر په نظر هم کتل کېږی چې ګڼ شمېر خلک یې زیارت کولو ته هم ورځی.

دا په تېر یوه کال کې په غزنی ولایت کې پنځم زیارت دی چې د وسله والو مخالفینو لخوا په نښه کېږی.

له دې وړاندې د شمس العارفان، بابای ولی، بهاالحق او د ګذرګاه زیارتونه هم د ناڅرګندو کسانو لخووا له منځه وړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید