روزنامه اصلاح

د سـپوږمۍ د ملکیت حق د چـا دی؟

پر سپوږمۍ کې اول ځل پنځوس کاله مخکې انسان پښه کېښوده. د نیل ارمسټرانګ دا ګام د انسانیت لپاره یوه لویه هیښوونکې خبره وهله دې ګام لږ وروسته نیل ارمسټرانګ همسفر بز ایډرن هم په دغه ولاړ سمندر پښه کېښوده.

له ایګل ستوربېړۍ کوزېدو سره چې کله ایډرن د سپوږمۍ لرې لرې تشې سطحې ته وکتل نو له لویې کنډوالې سره یې پرتله کړه.

د ۱۹۶۹ کال جولای کې د اېس اپولو ۱۱ عملیاتو وروسته سپوږمۍ د انسان له لاس تر ډېر وخت لرې وه او له ۱۹۷۲ کال وروسته بیا کوم انسان هلته کوز نه شو.

خو اوس حال بدلېږی، ځکه اوس نه دا چې ځینې کمپنۍ سپوږمۍ کې څېړنې غواړی، بلکې هلته کیندنو سره سره زر، پلاټینیم (پلاتونیم) او برېښنا او ټیکنالوجۍ کې کارېدونکې نورو توکو د سپړلو سوچ هم لری.

تېره میاشت چینایی کارپوهانو د سپوږمۍ پر هغه برخه خپل ستوربېړۍ ودروله چې له ځمکې کتل کېږی نه.

دوی هلته د مالوچ بوټی هم وکاره. داسې ښکاری چې اوس دوی هلته څېړنځی هم جوړوی.

پر دې سربېره یوه جاپانۍ کمپنۍ ای سپېس د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د تګ راتګ لپاره پر یو چوکاټ جوړولو او سپوږمۍ کې د اوبو موندلو پر پلان کار کوی.ځینې کاروباری کمپنۍ نن سبا د ناویاتو (نادرو) کانونو د موندلو په هڅه سپوږمۍ کې د سپړلو فکر په سر اخیستی، خو پوښتنه دا ده چې د سپوږمۍ پر دې طبیعی زېرمو حق د چا او څنګه دی.

خو د دغو چارو لپاره کوم قانون یا اصول شته چې وښیی د ایډرن لویه کنډواله به پر خپل ځای پاتې وی؟

د امریکا او شوروی ترمنځ سړه جګړه کې تشیال(فضا) کې پر څېړنو او په تشیالی توکو یا څېزونو کې پر ممکنه قدرتی یا طبیعی زېرمو د مالکیت حق په تړاو پوښتنې کېدې.

ملګرو ملتونو پر ۱۹۶۷ کال په داسې مهال په امریکا، برتانیا او پخوانی شوروی داسې تړون لاسلیک کړ چې د متحده ایالتونو تشیالی اداره ناسا سپوږمۍ ته د انسان استولو لپاره تیارېدله.

د ملګرو ملتونو دا تړون اوټر سپېس ټریېټی (Outer Space Treaty) په نوم پېژندل کېږی.

دې تړون کې روښانه شوې چې یو هېواد هم په سپوږمۍ یا نورو تشیالی اجسامو کې د خپل حضور یا شتوالی له مخې پر هغه د ملکیت یا حاکمیت دعوه نشی کولی.

د تشیال اړوند کمپنۍ ایلډن ایډوایز مشر جان وېلر وایی، پر سپوږمۍ بیرغ لکول لکه نیل ارمسټرانګ او د هغه سیالانو وکړ بې مانا کار دی، ځکه دې کار سره د کوم کس، کمپنۍ یا هېواد پر دغه تشیالی څیز د ملکیت حق نشی ترلاسولی.

خو پر ۱۹۶۹ کال په عملی ډول دې خبرې دومره مانا نه لرله چې د سپوږمۍ پر ځکه ملکیت یا د کیندنو حق د چا دی او د چا نه دی.

خو ورو ورو چې ټیکنالوجی پرمختګ کوی د سپوږمۍ له ممکنه وسیلو ګټه اخیستلو امکانات هم ډېرېږی. خو لا هم دا خبره لرې راتلونکی پورې تړلې، مګر امکانات یې زیاتېږی، ځکه ملګرو ملتونو د سپوږمۍ تړون په نوم یو نوی قرارداد خپور کړ او موخه یې دا ده چې مختلف هېوادونه په سپوږمۍ او نورو اسمانی اجسامو کې خپلې هڅې د قانونی دایرې په چوکاټ کې وکړی. د دې تړون له مخې تشیالی وسیلې باید د سوله ییزو موخو لپاره وکارول شی او هر هېواد ته پکار ده چې ملګرو ملتونو ته ووایی، د تشیال کومه سیمه کې مرکز جوړول غواړی او څه کول غواړی. دې تړون کې دا هم ویل شوی چې سپوږمۍ او طبیعی وسیلې یې د انسانیت ګډه شتمنی ده او داسې تړون پکار دی چې پلی کول یې هغه وخت پیل شی کله چې له دا ډول وسیلو ګټه اخیستل ممکن ښکاره شی.

خو د سپوږمۍ تړون یوه مسله دا ده چې تراوسه یوازې ۱۱ هېوادونو لاسلیک کړی دی. فرانس او هند لاسلیک کړی، خو د تشیال لویو لوبغاړیو لکه چین، امریکا، برتانیا او روس دا تړون نه دی امضا کړی.

جان وېلر وایی، د دغه تړون اصول پلی کول هم اسان نه دی، ځکه مختلف هېوادونه دا ډول مختلف سندونه قانون کې شاملوی، خو دا یقینی کول د هغو هېوادونو کار دی چې وګړی او کمپنۍ یې دا اصول ومنی.

د تشیال قانون یا سپېس لا جریدې پخوانی سرلیکوال یا چیف ایډېتر جان ایرین له دې نظر سره جوړ دی چې د تشیال اړوند نړیوال قانون پلی کولو ضمانت نشی کېدلی:

په دې تړون عمل کول د سیاست، اقتصاد او عمومی رایې یو پېچلی ترکیب دی.

په تشیالی اجسامو د کوم کس یا هېواد د ملکیت او حاکمیت د نه منلو اړوند دا تړون وروستیو کلونو کې له ننګونو سره مخ دی.

امریکا پر ۲۰۱۵ کال د کمرشل سپېس لانچ کمپیوټیټو اېکټ په نوم قانون منظورولو سره پر داسې وسایلو د وګړو حق منی چې کومه کوچنۍ سیاره کې یې له کان کیندنو سره ترلاسه کړې وی.

د پلېنیټری ریسورسېز په نوم د تشیالی طبیعی وسیلو د څېړنو کمپنۍ بنسټګر ایرک ایڼډرسن دا قانون د تاریخ تر ټولو مهم قانون بولی. دا ډول لوګزابورګ هم پر ۲۰۱۷ کال یو قانون پاس کړ چې د تشیال پر قدرتی وسیلو یې د دا ډول حق منلی دی. په دې کې شک نشته چې څو کاروباری ادارې له دې وسیلو کار اخیستل غواړی او داسې ښکاری چې ځینې هېوادونه د دا ډول شرکتونو ملاتړ هم کوی.

خو د تشیال اړوند قانونپوهې کمپنۍ یو وکیل هېلن تبینی د امریکا او لوګزامبورګ دې تړونونو ته په اشارې وایی، فکر نه کوی چې راتلونکی کې هم څوک دا فکر او نظر ولری چې د تشیال څېړنو کې ټول هېوادونه سره برابر دی او دا کار په ګډه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید