روزنامه اصلاح

د سره صلیب د فعالـیتونو د ودرېـدو په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنه

په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو له ودرېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښیی او وایی چې په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو مخه ونه نیسی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سره صلیب پر کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته اندېښنه ښیی او وایی، په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو خنډ نه شی.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادی راډیو ته ویلی، چې سره صلیب د افغانستان د عامې روغتیا همکاره موسسه ده او که فعالیتونه یې وځنډېږی، د ملکی کسانو درملنه به ستونزه منه شی.

ده وویل:

“د عامې روغتیا وزارت یو غیر سیاسی بنسټ دی، موږ روغتیایی خدمات د هېواد په هرځای کې له هر ډول تعصب پرته وړاندې کوو، هر تصمیم چې د روغتیایی خدماتو په برخه کې ستونزه رامنځته کړی، یوازې دغه وزارت ته نه، بلکې د ټولو افغانانو د اندېښنې وړ ده.”

ښاغلی مایار په جنګ کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې په هېواد کې د خیریه موسسو او په تېره د سره صلیب د کمېټې د فعالیتونو مخه ونه نیسی.

د سره صلیب کمېټه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګ د ټپیانو درملنه کوی او خوندی ځایونو ته یې لېږدوی.

خو په دې وروستیو کې دغې کمېټې ویلی چې د طالبانو له ګواښ وروسته نه شی کولی چې خپلو فعالتیونو ته دوام ورکړی.

دغه کمېټه سره له دې چې د خپلو فعالیتونو له ودرېدو خوښه نه ده، خو هیله ښیی چې د رامنځته شوې ستونزې حل ته دې ژر تر ژره د حل یوه لاره وموندل شی.

د یادې کمېټې د عامه اړیکو مسؤؤل وویل:

“موږ سخت اندېښمن یوو، خو تر بیان مخکې هم موږ بشری وضعیت ته خورا اندېښمن وو، ځکه چې په زرګونو کسان شخړو اغېزمن کړی او هغه مرستې چې دوی اړتیا ورته لرله، هغه یې نه دی ترلاسه کړی، په ګڼ مېشتو سیمو کې ښایی د عملیاتو پرمهال څوک ټپی شی، برید پرې وشی، د کورنیو غړی سره بیل شی، نو موږ ډېر زیات اندېښن یوو او له دې سره وضعیت نور هم خرابېږی.”

د کورنیو چارو وزارت وایی، هڅه کوی چې سره صلیب او داسې نورو همکارو موسسو ته امنیتی شرایط برابر کړی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی وویل:

​”امنیتی ځواکونه باید د سره صلیب او نورو ټولو خیریه مراجعو سره ولاړ وی، کومې مراجعې چې خدمات رسوی، موږ ورته امنیتی تدابیر لرو، خو سور صلیب کله کله لېرې پرتو سیمو ته هم ورځی، که ضرورت شی، دوی حاضر دی چې هلته یې هم امنیت ونیسی.”

په افغانستان کې یوازې د سره صلیب کمېټه نه ده چې د جنګ له امله له ستونزو مخ ده، بلکې داسې نورې خیریه موسسې هم شته چې د جنګونو له امله نه شی کولی چې خلکو ته خدمات وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید