روزنامه اصلاح

د رویا سادات هنری فعالیتونه وستایل شول

د رویا سادات وروستی هنری اوسینمایی فعالیتونه په هرات کې دافغانستان دستراتیژیکی مطالعاتو دانستیتوت له خوا وستایل شول .

په هرات کې دافغانستان دستراتیژیکی مطالعاتو دانستیتوت مسوول عرفان ددغه پروګرام دجوړولو هدف دجمهور رییس په نامه دفلم  کره کتنه وبلله او ویې ویل دافغانستان دستراتیژیکی مطالعاتو انستیتوت دغه ستر هنری بریالیتوب افغان میرمنو په تیره بیا د هېواد مشهورې هنرمندې میرمن رویا سادات ته مبارکی وایی .

دهرات ولایت مرستیالې مونسې حسن زاده ددغه پروګرام له جوړونکو څخه په مننې سره میرمن رویا سادات دهنر او سینما  په برخه دښځو دهلوځلو مثال وباله او ویې ویل دهرات سیمه ییزه اداره به خپلې ټولې هلې ځلې دفعالو میرمنو دځواکمنتیا ښودلو لپاره ولګوی.

  په همدې حال کې دهېواد هنرمندې او فلم جوړونکې رویا سادات زیاته کړه چې افغان میرمنو په تیرو کلونو کې له هنر او سینما څخه نیولې دسیاسی او ټولنیزو  پروګرامونو تر رهبرى  پورې  زیات فعالیتونه په بریالیتوب سره ترسره کړی
دی
.

رویا سادات دهېواد دهنرمندانو په وړاندې مهم چلنجونه دمناسبې فضا نشتوالى، دامکاناتو کمښت او دامنیت نشتوالی وبلل .

ددغه پروګرام په پاى کې د«نامه‌ای به رییس جمهور» په نامه فلم نندارې ته وړاندې شو .

ممکن است شما دوست داشته باشید