روزنامه اصلاح

د روغتیا چارواکی: په ختیځه حوزه کې د واکسین د کمپاین ساحه۹۰سلنه پراخه شوې

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د واکیسنو څانګې مسوولین وایی، په ختیځه حوزه کې د پولیو واکسینو د پوښښ ساحه تر پخوا زیاته شوې.

په ختیځه حوزه کې د پولیو واکسینو د کمېټې مسوول جان محمد صاحب‎زاده وایی، اوس خلک د واکسینو په ګټو پوه شوی او همدا لامل دی چې د واکسینو د کمپاین ساحه تر پخوا پراخه شوې ده.

نوموړی وایی: “د پخوا په پرتله د پوښښ ساحه په ټول زون کې زیاته شوې ده، بل د ټولنې علماوو او مشرانو لامل هم دی چې دوی زموږ په پروګرام کې ښکېل دی او اوس په ټول زون کې زموږ د پوښښ ساحه نوی سلنه ده.”

نوموړی زیاتوی، اوس هم د ختیځې حوزې یو شمېر سیمې د واکسینو د تطبیق نه پاتې دی او لامل یې هغو سیمو ته نه لاس رسی دی.

صاحب‎زاده وایی: “تېره دوره کې د ننګرهار ولایت ۳۱ زره ماشومان زموږ د واکسین له پروګرامه پاتې شوی دی او لامل یې دا دی چې هغو سیمو ته موږ لاس‎رسی نه‎لرو.”هغه سیمې چې د پولیو واکسینو کمپاین تر پوره پوښښ لاندې دی، یو هم د ښېوې ولسوالۍ ده. د دې ولسوالۍ قومی مخور وایی، د واکسینو کمپاین په هره دوره کې د سیمې خلک پوره همکار دی: “خیالی ګل قومی مخور: کوز کونړ کې مشکل نه‎دی پېدا شوی ولسونه پوره همکار دی، کله چې کمپاین پیل شی موږ د سیمې خلک ځای مشخص ورته ټاکو بیا هلته زنانه ماشومان راوړی او هلته ورته واکسین تطبیقوو.

حاجی محمد اکبر: دغه پروګرام زموږ په ولسوالۍ کې په ښه سیسټم روان دی او تل موږ د ټولو رسنیو نه اورو چې نن کمپاین پیل شو او ستاسو له طریقه خدای دې وکړی چې ټول ولس ته زموږ دا پیغام ورسېږی چې په خپلو بچو رحم وکړی او د واکسینو پروګرام ورته تطبیق کړی.” د پولیو واکسینو په تېر کمپاین کې د ختیځې حوزې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی وو.

د مسوولینو په خبره اوس مهال په ختیځه حوزه کې پینځه پېښې ثبت شوی چې دوه په ننګرهار او درې په کونړ ولایت کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید