روزنامه اصلاح

د روغتیا وزارت: تېر میلادی کال له ۱۷۰۰ ډېرې مېرمنې د سینې له سرطانه مړې شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په ۲۰۱۸ میلادی کال کې څه باندې ۳۰۰۰ مېرمنې د سینې په سرطان اخته شوی چې له ۱۷۰۰ ډېرې یې له همدې امله مړې شوې دی.

ناسم تشخیص، د درملنې لوړلګښت او د درملنې لپاره د معیارې امکاناتو نه شتون هغه موارد دی چې د تی یا سینې په سرطان اخته ښځې یې په اړه شکایت کوی.

مېرمن عالمه له یوه کال راهیسې په دغه سرطان اخته ده او د درملنې لپاره د کابل جمهوریت روغتون ته راغلې ده.

مېرمن عالمه وایی، له کومې ورځې راهیسې چې بستر شوې، په درملنه یې ډېرې پیسې لګولې دی.

دې زیاته کړه: د سینې په سرطان اخته یم، په یوه اوونۍ کې مې په معایناتو او درملنې ۵۰ زره افغانۍ لګېدلی دی، اقتصادی توانایی نه لرو، ډاکترانو وویل، باید بستر شم، پیسې نه لرم، مېړه مې اوزګار دی، ډول ډول معاینات مې وکړل.

مېرمن عالمه چې د دې په خبره له دردونو ځورېږی، له حکومت او په تېره د عامې روغتیا له وزارته غواړی چې د سینې سرطان د درملنې لپاره ښه امکانات برابر کړی.

له بلې خوا د ولسی جرګې غړې شینکۍ کړوخېل چې په سرطان اخته ده، په هېواد کې له ناسم تشخیصه شکایت کوی.

اغلې کړوخېل وایی، که ډاکتران پر وخت سم تشخیص وکړی، یاد سرطان د درملنې وړ دی.

دا وایی: که زه په لومړی سر کې تشخیص شوې وای، ښایی هېڅ ستونزه نه وه، ښه به وم او په ارزانه درملنه به ښه شوې وم، خو دا چې ډاکتران سم تشخیص نه شی کولی، د اندېښنې وړ ده، له همدې امله ډېره اړتیا ده چې دا شان سمپوزیمونه جوړ شی چې د طبابت کارکوونکی وپوهېږی او له ناروغ سره مرسته وکړی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سرطان دوه لاملونه لری، یوه ژینیتیکی چې مخنیوی یې ګران دی او بل غیر ژینیتیکی چې مخه یې نیول کېږی.

د فزیکی فعالیتونو نه کول، ډېر وزن، د الکولی مشروباتو کارول، مضره شعاع، ډېر عمر، نه امیندواره کېدل او ماشومانو ته د خپلو شیدو نه ورکول د سینې پر سرطان د ښځو د اخته کېدو عمده لاملونه دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په ۲۰۱۸ میلادی کال کې په هېواد کې ۳۰۰۰ مېرمنې په دغه سرطان اخته شوې وې چې ۱۷۰۰ یې مړې شوې دی.

د دغه وزارت د روغتیایی خدمتونو د رسولو مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سینې سرطان په لومړی ملی سمپوزیم کې وویل، که څه هم د یاد سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یو لړ کارونه شوی، خو کافی نه دی.

ده وویل: روغتیایی تېرونې زموږ د هېواد عمده ستونزې دی، په دې هکله ستاسی جدی توجو غواړم، ان شاالله په نږدې ورځو کې به د سینې سرطان د درملنې دوه، لس بستریز مرکزونه په بلخ او هرات ولایتونو کې پرانیستل شی، موږ د پراختیا په حال کې یوو، لاسته راوړنې ښې دی، خو کافی نه دی او ډېرو هڅو ته اړتیا شته.

د عامې روغتیا وزارت وایی، دامهال په افغانستان کې دننه د سینې سرطان تشخیص او درملنه د کابل په استقلال او جمهوریت او د هرات ولایت په روغتونونو کې
کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید