روزنامه اصلاح

د روغتیا نړیوال سازمان: ۷ زره افغانان په ایچ ای وی اخته دی

د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلی چې په افغانستان کې له ۷ زرو ډېر خلک د اېډز په ناروغۍ اخته دی، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نږدې درې زره بولی او وایی دا ناروغی د کنترول په حالت کې ده.

په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ لومړۍ پېښه درې لسیزې وړاندې په ۱۹۸۹ کې ثبت شوې او له هغه مهال راهیسې دې ناروغۍ له ۲۵۳ کسانو ژوند اخیستی.

«ټولنې بدلون رامنځته کوی» د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال له دې ناروغۍ سره د مبارزې شعار بلل شوی، په داسې حال کې چې په افغان ټولنه کې دا ناروغی لا هم شرم ګڼل کېږی.

د بی بی سی خبریال یوسف خان ځدراڼ د ایچ ای وی په ناروغۍ د اخته داسې یوه ناروغ سره لیدلی چې له خلکو په پټه د اېډز درملنه کوی.

نعمت الله( مستعار نوم) وایی، اووه کاله پخوا هغه مهال چې لا کډوال ؤ د وینې له لارې د ایج ای وی – ایډز په ناروغۍ اخته شوی. اوس د ۴۵ کلن نعمت اله په کور کې دا مهال درې کسان د ایچ ای وی په ناروغۍ اخته دی.

دوی چې اوس د کډوالۍ له ژونده راګرځېدلی او د کابل په ختیخ کې اوسېږی وایی د کابل په یوه وړیا درملنې مرکز کې یی د پرلپسې درملنې له کبله دا ناروغی کنترول کړې، خو وایی په ورځنی ژوند کې له دوه ګونی چلند سره مخ دی.

پلار، مور او زوی په هرو دریو میاشتو کې طبی معاینې کوی او نوی درمل تر لاسه کوی خو په ټولنه کې د ناوړه حاکم دود له کبله یی په وضعیت څوک نه دی خبر کړی.

په افغانستان کې د دې فکر له کبله چې ایډز یواځې د جنسی نږدیوالی څخه رامنځته کېږی خلک ان په اسانه نه غواړی درملنې ته زړه ښه کړی.

کارپوهان وایی، ایچ ای وی ویروس چې دبدن دفاعی سیستم کمزوری کوی داسې ناروغی ګڼل کېږی چې اسانه او بشپړه له منځه نه ځی خو د کنټرول وړ ده.

ډاکټران وایی د ایډز ناروغان ځانګړی نښې نښانې نه لری خو دوامداره اسهالات، تبه او د وزن بایلود یی په شکمنو نښو کې راځی او دوی که په ایچ ای وی اخته ناروغ هر څومره ژر خپله درملنه پیل کړی هومره یی درملنه او کنترول اسانه دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د اېډز ناروغی د مهارولو لپاره یی عامه پوهاوی پروګرامونه او روغتیایی مرکزونه ډېر کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید