روزنامه اصلاح

د روغتیا نړیوال سازمان: تېرو ۴ میاشتو کې افغانستان کې ۹۹ روغتیایی مرکزونه تړل شوی

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO»وایی، د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې پر روغتیایی تاسیساتو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت کړی دی.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلی، چې دغه پېښې د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې رامنځته شوی دی.

بیان زیاتوی چې د دغه بریدونو له امله ۱۱۴ روغتیایی مرکزونه زیانمن شوی، چې له ډلې۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی، ۱۲ اغېزمن شوی او ۹۹ نور تړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه زیاته کړې چې په دغه موده کې ۲۸ روغتیا پالان هم زیانمن شوی چې له ډلې، ۱۱ تنه وژل شوی، ۱۰ ټپی شوی او ۷ نور نیول شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلی چې پر روغتیایی تاسیساتو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر سره شوی چې له امله یې ګڼ افغانان له روغتیایی خدمتونو څخه بې برخې شوی دی.

دغه سازمان پر داسې مهال پر روغتیایی تاسیساتو د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوی چې د نورستان چارواکو تېره جمعه په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا د ۱۲ روغتیایی مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان د جګړې د ښکېلو خواو لخوا د روغتیایی تاسیساتو په نښه کول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې ده او له هغوی څخه غوښتې چې یاد مرکزونه خپل هدف ونه ګرځوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار امریکا غږ ته ویلی، چې په دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړی.

پر همدې مهال په افغانستان کې د بشردوستانه ژغورنی پرمختیایی موسسې مشر ډاکټر فیض محمد عاطف هم امریکا غږ سره مرکه وویل، چې روانې جګړې په لیری پرتو سیمو کې روغتیایی فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل:”دا څه رشتیا دی، جګړو اوس بیا زور اخیستی دی،لکه کندز، ارزګان، هلمند او غزنی کې، تېر کال د مقر او قره باغ شفاخانې په راکټونو ولګېدې، موږ هم د روغتیا نړیوال سازمان خبر تائیدو چې دا ستونزې روغتیا پلانو ته هم زیات دی او عامو وګړو ته زموږ د خدماتو رسول هم زیامنوی.”

نوموړی د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې روغتیایی تاسیسات خپل هدف ونه ګرځوی.

په افغانستان کې پر روغتیایی مرکزونو د بریدونو د زیاتېدو راپور پر داسې مهال ورکول کېږی چې لا هم ګڼ شمېر افغانان د معیاری روغتیایی اسانتیاوو څخه بې برخې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید