روزنامه اصلاح

د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم ملی اداره: سږ کال به ۱۷۵د درملو تاسیسات د فعالیت جوازونه تر لاسه کړی

د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم ملی اداره، د مارکیټ د ښه کنټرول په موخه د درملو د تاسیساتو پر منظم تفتیش باندې تمرکز لری.

دغې ادارې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره، په ۱۳۹۷ کال کې له ۱۶۹۳ درملتونونو، ۲۸۳ عمده پلورنځیو، ۳۲۵ وارداتی شرکتونو او ۲۵ تولیدی کارخانو څخه په مرکز او ولایتونو کې تفتیش کړی دی.

ډاکتر غلام سعید راشد، د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم ملی ادارې رییس چې “ملت ته د حکومت د حساب ورکولو” په پروګرام کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۷ کال کې د درملو د تولید ۸ فابریکو، ۱۰۹ عمده پلورنځیو، ۱۲۷ وارداتی شرکتونو، ۶۷ درملتونونو، ۶۵ د وارداتی شرکتونو نماینده ګیو، د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی او دغه راز د ۱۴۴۳ فنی مسوولینو د فعالیت جواز نوی شوی دی.

د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم ملی ادارې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کې د هېواد د مجازو درملو ملی لست نوی کړی دی چې پر بنسټ یې د ملی او نړیوال ماخذ په پام کې نیولو سره ۱۲۶۶ قلمه درمل د هېواد د مجازو درملو په ملی لست که شامل شوی دی.

له بې کیفیته درملو څخه د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د نړیوالو معتبرو ماخذونو په پام کې نیولو سره په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا ۱۹۵۶۴ قلمه د درملو، خوړو او اوبو نمونې تر آزموینې لاندې نیول شوې دی.

د کورنیو درملو د تولید د ودې او پر وارداتی درملو د اتکا د کمښت په موخه، د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم ملی ادارې د کورنیو درملو د تولید د کیفیت په برخه کې د ډاډ تر لاسه کولو په موخه څو فعالیتونه تر لاس لاندې نیولی دی، چې په هغو کې د نویو فابریکو له جوړېدو څخه ملاتړ، د کورنیو نوو اقلامو په ثبت کې د اسانتیا راوستل، د نوی تولید د څانګو د پیلولو لپاره د اسانیتا راوستل او د GMP ستندردونو سره سم د فابریکو معیاری کول شامل دی.

په تېر یوه کال کې د درملو ۸ کورنۍ فابریکې نوې پرانیستل شوې، چې پدې سره په ټولیز ډول د هېواد په دننه کې د درملو د تولید د فابریکو شمیر ۵۶ ته رسیږی.

راشد دغه راز وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې به د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو سره ۱۷۵ د درملو تاسیساتو ته د فعالیت جواز ورکړل شی او دغه راز به ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فنی مسوولین د فعالیت جواز ترلاسه کړی او د هېواد په کچه به د ۳۰۰۰ پرچون درملتونونو جوازونه د اړوندو لارښوونو په پام کې نیولو سره نوی شی.

۱۴۹۸ قلمه روغتیایی محصولاتو او درملو ته د واردولو اجازه ورکول، د نرخونو د کنټرول په موخه له ۶۸۰۰ څخه د زیاتو وارداتی او تولیدی درملو د نرخ ټاکل، هېواد ته د اخلېدو پر مهال د ۱۲۷۳۱ قلمه وارداتی درملو او روغتیایی محصولاتو د نمونې اخیستل او د کیفیت د تثبیت په موخه د کیفیت د کنټرول د لابراتوارونو ریاست ته د هغو استول، په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیایی محصولاتو او درملو د تنظیم د ملی ادارې له پروګرامونو څخه ګڼل کیږی.

دغه راز په روان کال کې په پام کې ده چې له ۲۴۰۰ درملتونونو، ۳۰۰ عمده پلورنځیو، ۲۰۰ وارداتی شرکتونو او په کابل کې له ۵۶ تولیدی کارخانو څخه څارنه او پلټنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید