روزنامه اصلاح

د رسنیزو شکایتونو دڅیړنې کمېسیون ٨ مورده سرغړونې او شکایتونه وڅیړل 

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ درسنیزو شکایتونو او سرغړونو دڅیړنې کمېسیون غونډه جوړه شوه او ٨ مورده سرغړونې او شکایتونه یې وڅیړل .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې غونډه کې ٨مورده رسنیزې سرغړونې او شکایتونه چې دیو شمېردولتی او خصوصی بنسټونو  کمېسیون ته لېږلی و، وڅیړل شول .

دکمېسیون غړو له څیړنې وروسته په هر مورد کې دکمېسیون له واکونوسره سم لازمې پریکړې وکړې .

دغونډې په پاى کې حسینې ساپۍ  دکمېسیون دکار دبهیر او درسنیزو شکایتونو او سرغړونو دڅیړنې دبهیر په لازیاتې چټکتیا باندې ټینګار وکړ .

ممکن است شما دوست داشته باشید