روزنامه اصلاح

د دیالـیزم د نـاروغـانـو ډېـروالـی جمهوریت روغتون له ستونزو سره مخ کړی

د پښتورګو پر ناروغیو د اخته ناروغانو ډېروالی د دیالیز د خدمتونو د وړاندې کولو یوازنی روغتون له ستونزو سره مخ کړی دی.

یوه ناروغه صدیقه چې له یوه کال راهیسې د پیښتورګی په ناروغۍ اخته ده او په اوونۍ کې لږترلږه دوه ځلې د دیالیز په خاطر د جمهوریت روغتون ته ورځی، وایی چې هېڅ سرپرست نه لری او مجبوره ده چې د پور په پیسو د دیالیز مواد واخلی.

دا ستونزه یوازې د صدیقې نه، بلکې کوم ناروغان چې دغې څانګې ته ورځی، په دغه روغتون کې له ډېرو لګښتونو شکایت کوی.

اکبر یو بل ناروغ دی چې وایی، په دغه روغتون کې له امکاناتو سره اړ دی چې د خپل ناروغ ځینی معاینات په لوړه بیه په خصوصی روغتونونو کې ترسره کړی.

ده وویل: زر افغانۍ مې د ټکسی کرایه ورکړه او ناروغ مې د فرانسویانو روغتون ته یوړ، لومړی یې ۵۳۰۰ افغانۍ وویلې، بیا یې وویل، ۱۳۳۰۰ په دغه روغتون کې ډاکتران ډېر زحمت ګالی، د فرانسویانو په روغتون کې (آی.آر.ای) یو عکس په ۲۰۰۰۰ افغانیو اخلی، که نن ورغېږی او که مړ شی، له روغتونه یې وړم، ځکه نور اقتصادی توان نه لرم.

دغو لګښتونو ورو ورو ګل احمد هم بې وسه کړی، دی د دیالیز د ډېرو لګښتونو له امله اړ شوی چې د زوی د درملنې په خاطر خپل کور خرڅ کړی.

ده وویل: په کابل ښار کې مې یو کور درلود، د ناروغ د درملنې په خاطر مې خرڅ کړ، ټولې پیسې په درملنې ولګېدې نور نه د ناروغ د دیالیز د درملنې توان لرم او نه د کور د کرایې.

دیالیز د درملنې داسې یو ډول دی چې کله چې د یو کس پښتورګی طبیعی فعالیت نه کوی، له ناروغ سره مرسته کوی چې پښتورګی یې په مصنوعی توګه کار وکړی.

کوم کسان چې د پښتورګی په ناروغیو اخته دی، ضرورت لری چې په اوونۍ کې درې ځلې دیالیز شی چې د وینی زاید مواد تصفیه شی.

د کابل د جمهوریت روغتون د هیمودیالیز د مرکزی برخې مسؤل ډاکتر هارون هاجر په یاد روغتون کې د دیالیز د برخې ستونزې منی، خو وایی چې د ستونزې حل ته یې له وزارت سره اړیکې نیولی او وزارت ژمنه کړې چې یاده ستونزه به ډېر ژر حل کړی.

دی وایی: ناروغان چې دغې برخې ته مراجعه کوی، د روغتون له خوا ورته د دیالیز په خاطر څلور قلمه درمل ورکول کېږی، خو په خواشینۍ سره چې دغه درمل له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې خلاص شوی دی، په پروسس کې دی او په نږدې راتلونکې کې به را ورسېږی.

ډاکترهارون د پښتورګو د ناروغیو په زیاتوالی اندېښنه ښیی او وایی چې په دغه روغتون کې د پښتورګو شااوخوا ۱۰۰۰ ناروغان شته چې بېلابېل عمرونه لری او دیالیز ته اړتیا لری.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د غیر ساری ناروغیو د کنټرول د ډیپارټمنټ رئیس سید حبیب اروال په دغه روغتون کې ځینې ستونزې منی او وایی چې وزارت هڅه کوی چې حل یې کړی.

نوموړی زیاته کړه: د ټولو لګښتونو او د ناروغانو د امکاناتو برابرول به ګران وی چې وزارت یې ورکړی، خو په دې کې شک نشته چې ستونزې به وی، کله کله درمل بې وخته خلاص او پر وخت نه اخیستل کېږی، وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره د امکان تر حده هڅې کوی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د پښتورګو د درملنې او دیالیز مرکزونه په بلخ، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا، کندز، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې فعالیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید